تازه خبر: د کندهار پر PRT خونړۍ حمله وسوه

د لراوبر اداره | اکتوبر 27th, 2011


د کندهار د ولايتي بيا رغوني ټيم PRT پر مرکز چي د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کي د مېوې جوړولو په فابريکه کي موقعيت لري وسله وال بريد تر سره سو چي جګړه اوس هم دوام لري .


د جګړې له سيمي څخه عيني شاهدان وايي چي وسله والو د پي ار ټي ددروازې مخامخ د هغه کور څخه پر PRT بريد وکړ چي د شاوخوا يوې مياشتي راهيسي خالي سوی و . په سيمه کي اوس هم الوتکي ګرځي ، د درندو چاودنو ږغونه هم اوريدل سوي دي ، لراوبر ته د سيمي يوه اوسيدونکي وويل چي درندې چاودني وسوې ، اورونه او دودونه پورته سوه خو نه پوهيږي چي ځانمرګي بريدونه وسوه او که به الوتکو د حاجي محيب الله کوټۍ بمبار کړې وي  له کومي چي ګمان کيږي وسله والو د سنګر کار اخستی .


سيمي ته تلونکي لاري کوڅې د پوليسو او بهرنيانو لخوا تړل سوي دي . د ولايتي بيارغوني ډلي د مرکز ګاونډيانو لراوبر ته وويل چي جګړه ډيره په شدت روانه ده خو تر اوسه يوې خوا هم نه د دې بريد خبر ورکړئ او نه د مرګ ژوبلي راپور .


 

Copyright Larawbar 2007-2024