په هلمند كې پوليسو۱۴كړى ماينونه نيولي دي

د لراوبر اداره | نوومبر 13th, 2011


د تيرودوو اونيوپه اوږدوكې پوليسود هلمند ولايت په بيلابيلوسيموكې ۱۳كړى د ټانگ ضد ماينونه اويوه كړى د پرسونل ضد ماين چې په يوه كوچنى راډيوكې يې چاوديدونكي توكي ځاى پرځاى كړي وكشف اوترلاسه كړي دي.


د هلمند د امنيه قوماندانى مسؤلين وايي چې له دې ماينونوسره په تړاوڅلورتنه هم نيول شوي چې دا مهال څارنوالى ته ورپيژندل شوي دي.


بل پلو د  شنبې په ورځ د گرشك ولسوالى په مالگيرسيمه كې د هوايي بريد په ترڅ كې دد وسله والو يو قوماندان چې په دولتي اونړيوالوځواكونوگڼوبريدونواووسلوالونښتوكې يې فعاله ونډه درلوده اوپه قهرمان مشهورو وژل شوى دى.خو داخبره د طالبانو لخوا تراوسه نده تاييد سوې .

Copyright Larawbar 2007-2024