کور / تازه خبرونه / کندهار : د مځکي پر سره شخړي مرګ ژوبله واړوله

کندهار : د مځکي پر سره شخړي مرګ ژوبله واړوله

د کندهار ولايت د ارغنداو ولسوالۍ په کوکران سيمه کي د دو کورنيو تر منځ د يوې مځکي پر سر شخړه وسوه چي په پايله کي يې مرګ ژوبله رامنځ ته سوه .
د يادي سيمي څخه راپورونه وايي چي شخړه د يوې دولتي مځکي پر سر چي دواړو اړخو يې د خپل ځان حق بلى رامنځ ته سوې چي په پايله کي يې دوه تنه وژل سوي او اووه تنه نور ژوبل سوي دي .
د دې ولسوالۍ ولسوال حاجي شاه محمد احمدي د پېښي د رامنځ ته کېدو د پخلي ترڅنګ زياتوي چي ياده مځکه د حکومت ده او هيڅوک يې د غصب حق نه لري . نوموړى وايي چي د پېښي قربانيان ئې روغتون ته وړي.