کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : د مليونونو ډالرو په لګښت پروژې بشپړي سوې

ميدان وردګ : د مليونونو ډالرو په لګښت پروژې بشپړي سوې

په میدان وردګو ولایت کې دڅه کم پنځو میلیونو ډالرو په لګښت ځینې پروژې بشپړې او دځینو چارې پیل شوې.


دمیدان وردګ مطبوعاتي دفتر لخوا به خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دمیدانښار دفرعي سړکونو او کوڅو پخولو پروژه چې دامریکا دپرمختایي ادارې (USAID) د(۲،۳) میلیونو ډالرو په ارزښت د۱۳،۴ کیلومترو سړکونو کریړاچول او ۲۷ کیلومترو په اوږدوالي دپلې لارو او سړکونو ترڅنګ دلښتیوو اساسي ډول پخولو پروژه چې دیوکال په موده کې هر ورځ پکې ۹۰۰ بې کارځوانانو ته دکار زمینه برابره شوې وه د(CDAG) موسسې لخوا دیوکال په موده کې ګټې اخیستنې ته چمتو او رسما پرانیستل شوه.
همدارنګه دامریکا دپرمختایي ادارې (USAID) د (۲۰۱۱۸۱) لکو امریکایي ډالرو په ارزښت د(RAMP UP/E)رمپ اپ لخوا په څلورو میاشتو کې چې پکې دسپورتي لوبغالي د۱۱۷ مترو احاطوي دیوال جوړول، دلوبغاړو لپاره سپورتي خونې،دچمنونو رغاول،دپلو او منډې وهلو لارو جوړول،دموټرو لپاره دتم
ځایونو جوړول،دسولرونو نصبول، دچوکیو جوړول او دمرمرینو تیږو فرشول پکې شامل دي، چې په جوړیدو سره به یې دسیمې ځوانانو سپورتي ستونزې حل او دځوانانو لپاره به دسپورتي اسانتیاوو ښه چاپیریال برابرشي.
همدارنګه دامریکا دپرمختایي ادارې(USAID) لخوا په ولایت کې څلور نورې پروژې دڅه باندې(۲)میلونو ډالرو په ارزښت چې پکې د فرعي سړکونو قیرکول، دپلو لارو اساسي ډول جوړول،دښار دهټیو ترمخې دویالو جوړول او دښځو او ماشومانو لپاره پارک جوړولو پروژې شاملې دی منظورې شوې چې ډير ژر به یې
چارې پيل شي.