بادغيس: نړيوال روغتيايي پورګرام دپوهني رياست سره مرسته وکړه

د لراوبر اداره | نوومبر 14th, 2011


د بادغیس ولایت: نړيوال خوراكي پروګرام د پوهنې په برخو كې د خپلو مرستو په دوام سره د بادغیس ولايت د پوهنې رياست سره د خوراکی موادو مرسته وكړه.


په مرسته شوی خوراکي موادو کې غنم، غوړي، دال نخود او مالگه شامل دي چې د بادغیس ولایت د مرکز اړوند د سواد زده کړی دکورسونو زده كوونكو ته به وويشل شي.


هيره دي نه وي چې په تيرو كلونو كې هم نوموړي سازمان د بادغیس د ښوونځيو او سواد زده کړی دکورسونو د زده كوونكو سره ورته مرستې كړي دي.


په افغانستان کي اکثريت ماشومان او ځوانان د سواد له نعمته محروم دي ، کارپوهان وايي چي د بېوزلو کورنيو خراب اقتصاد ددې لامل دی چي هغوی خپل ماشومان او تنکي ځوانان د ښوونځيو پر ځای درندو او نامناسبو کارونو ته وليږي .

Copyright Larawbar 2007-2024