ملي امنيت په مسجد کي د بريد کولو طراحان ونيول
د کندهار د ملي امنيت رياست منسوبينو هغه درې تنه چي غوښتل يې د کندهار ښارپه يوه مشهور جامع جومات کي د ځانمرګي بريد کولو پلان درلود نيولي دي.
په نيول سوو کسانو کي يو يې قومندان، يو ځانمرګى بريد کوونکى او يو بل دبريدونو سنبالوونکى دى چي درې واړه د کندهار ښار اوسېدونکي دي.
ددې ګروپ غړو څو-څو ځله د کندهار ښار د باى پاى او دوراهي په سيمو کي دپوليسو او نورو امنيتي ځواکونو پر ضد وسلوالې حملې هم کړي وې او پلان يې درلود چي په اختر کي هم دېته ورته حملې وکړې.
نيول سوو کسانو پلان لاره څو د کندهار ښار د پنځمي ناحيې اړوند د صبر په نوم جامع جومات کي ځانمرګى بريد وکړي او بېګناه هېواد د غم پر ټغر کښېنوي چي دغه هڅه يې کشف او ناکامه سوه. دا خبره د کندهار مطبوعاتي دفتر لخوا لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلې ده .
د خبرپاڼي له حواله ددې ګروپ درې واړه غړو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او ويلي يې دي چي هدف يې په کندهار ښار کي ځانمرګي بريدونه، بمې چاودني او د افغان ځواکونو پر ضد وسلوالهفعاليتونه اجرا کول و.
د ملي امنيت رياست منسوبينو د مخالفينو د يادي ډلي په نيولو سره يو ځل بياپه کندهار کي د يوې خونړۍ پيښي مخه ونيول او د مخالفينو يوه بله شومه هڅه يې شنډکړه.
له يادي درې کسيزي ډلي مخالفينو سره يوه ميل کلاشنکوف او يو ميل ميګاروف توپنچه هم تر لاسه سوي دي.طالبانو تر اوسه دخپلو بريدکونکو د نيول کېدوخبر ندئ تاييد کړئ .