حنا رباني :پاكستان د افغان مسئلې يوه برخه دى

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | نوومبر 19th, 2011


اسلام آباد :داى پي پي دخبر له مخې پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني كهر وئيلي دي پاكستان افغانستان كښې هېڅ پټه ايجنډه نه لري۔ مونږ هلته يوازې امن او استحكام غواړو۔ مونږ د افغان مسئلې برخه يو او هلته د امن ٬ سلامتيا او ترقۍ په اړه خپل كردار ترسره كولو له چمتو يو۔ د جمعې په ورځ خارجه دفتر كښې خپل د جرمن همڅنګ ګوئېډو وېسر وېل سره د ليدلو څخه وروستو خبري كنفرنس ته دې ووئيل دا اوس د افغان دولت خوښه ده چې هغه د پاكستان مرسته غواړي يا نه۔ دې ووئيل د افغان مسئلې په اړه د پاكستان په حقله منفي رحجان شته۔ د بندې كوټې خبرو اترو نه زياتې ورځپاڼو كښې دا بې باوري په نظر راځي۔ دې ووئيل پاكستان د افغان بحران په اړه د قربانۍ څېرلې جوړولې شي او د كوم جواز څخه ځانله په دې ټكونه كولې شي۔ دې ووئيل پاكستان د باور په ځائې ساتلو له ټولو هلو ځلو له عزم كړې۔ په دې لړ كښې مونږ خپل افغان ورونړه قائل كوؤ او د دوئي د ځواب په طمع يو۔ خارجه وزيرې د دوه اړخيزه خبرو تفصيل بيانولو سره ووئيل چې زمونږ خبرې ډېرې ګټې ورې او ښه وې۔ د تېرو څو كلونو راسې د پاكستان او جرمن په اړيكو كښې د ياد وړ ښه والې راغلې دې او دوه اړخيزه تجارت كښی زياتوالې۔ كوم چې 2.2 ارب ډالر ته رسېدلى دى ۔ دې ووئيل د جرمن لخوا پاكستان كښې سرمايه كاري كول هم زياته شوې ده او دا پاكستان كښی سرمايه كاري كوؤنكې 5م لوئ هېواد دى دې د پاكستاني څيزونو تر اروپائي منډيانو ته د زياتې رسنې او اسانيو لپاره په اروپائي ائتلاف كښې د جرمن د مرستې ستائينه وكړه۔ راروانه مياشت بون كښې د كېدونكې غونډې په اړه دې ووئيل پاكستان به افغانستان كښی غوره كردار دغسې ترسره كول روان ساتي۔ د جرمن خارجه وزير په دې مهال ووئيل مونږ په افغان مسئله او د پاك جرمن ملګرتيا په اړيكو خبرې كړي۔ ده ووئيل جرمن د پاكستان مرستې ته چمتو دى او د يو ملګري په حېث د معيشت ترقۍ له كار كوي۔ ده ووئيل سږ كال زما دا پاكستان ته دوهم راتګ دى چې په كښې ما سېلاب ځپليو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل زمونږ خبرې ګټه ورې وې چی په كښی په ګڼو چارو خبرې وشوې۔ او جرمن د پیشه ور تربيې او د ځوانانو زده كړو په شمول دوه اړخيزه اړيكې مضبوطول غواړي۔ تېرو دوه كلونو كښی جرمن په اقتصادي بحران قابو موندلې دې او ددې مهم سوب ټولنه كښی د پیشه ورو كسانو تربيه وه۔ ده ووئيل جرمن پاكستان سره نه يوازې په ستراتيجيكي چارو بلكې په اولسي كچ رابطو له هم كار كوي۔ ده په 5م دسمبر بون كښې افغان كنفرنس كښې د ګډون بلنه قبلولو په اړه د خارجه وزيرې مننې كولو سره ووئيل دا كنفرنس به د افغانستان مسئلې حل له لامل وګرځي۔ ده ووئيل پاكستان افغانستان كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ افغانستان كښی د نړيوالو ځواكونو كاميابيو په اړه ده ووئيل د افغان مسئلې سياسي حل پكار دى او ځواكونه د پرمختيائي پروژو ساتنې او د افغان ځواكونو تربيه له هلته مېشته دي۔ ده ووئيل مونږ د افغان مسئلې د سياسي حل مرسته كوؤ۔

Copyright Larawbar 2007-2024