کندهار:پوليسو ۸ شکمن کسان وسلو او مهماتو سره نيولي دي

د لراوبر اداره | نوومبر 23rd, 2011


افغان ملي پوليسوتېره ورځ په کندهار ښار او خاکرېز ولسوالۍ کي چاڼيز عمليات کړي چي پرمهال اته تنه مشکوک وسلوال له يو زيات شمېر وسلو او مهماتو سره يو ځاى ونيول.


تېره ورځ د کندهار د اتمي امنيتي حوزې اړوند د عباس اباد په سيمه کي د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس ونيول سول او د پلټني پرمهال يې د اوسېدني له کوره يوزيات شمېر مهمات ونيول سول.


په نيول سوو موادوکي ٢  ريموټ کنټرول، ٥  د ريموټ ، ٥٠ عدده پټاکۍ، ٦٥ متره چاودېدونکى لين او ٢٠  برېښنايي پټاکۍ شاملي دي چي د پوليسو لاسته ورغلي دي.


ملي پوليسو همدارازتېره ورځ د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي هم عمليات کړي چي پرمهال يې له چاودېدونکوتوکو ډکي اته شل کيلويي ډبې او يو ٥٠ کيلويي پارسل نيولي دي.


ددې عملياتو پرمهالنه هم ملي امنيتي ځواکونو او نه ملکي وګړو ته کوم ډول مالي او ځاني زيان اوښتى دى.

Copyright Larawbar 2007-2024