ګيله نيم جنګ دى

د لراوبر اداره | نوومبر 24th, 2011


دميني تعريف:
مينه په جسم باندي بيروني اثردي چي دجسم داخلي قوتونه د زياتي ترحده لمسوي.
مينه وخت، ځاي ،عمر اوتړلي هوډ نلري زوړ او ځوان يي کولاي شي که چيري دميني کيسي واورو نو موږ تري ډير اوسني يو خودميني په دومره زيات عمرکي تل کورپه کور،نارينه په نارينه،ښځه په ښځه ،ماشوم په ماشوم،حيوان په حيوان او ونه په ونه ګرځيدلي اود هيچا سره د وفا تر حده نده پاتي شوي.
مينه تل زړونوته د(سپري بلا ووځه او نيکي راننوځه ) په شان لښته په لاس ننوتي دزړه ديوالونه يي په لښتو وهلي اوبيا يي زړه د يوي زړي کټي په شان په مځکه ويشتلي او ورڅخه تښتيد لي .
مينه په زړونو کي د ابتدا څخه نه وي په زړه کي پيداکيږي اوبيرته ورکيږي.مينه زړونوته د يوي وراني کنډوالي په نظر ګوري لمړي خو ورزي نه بياچي د ډيرو شرايطو د منلو وروسته ورشي بياد لږ وخت وروسته بيرته ځي.
مينه هغه شمال دي چي په سترګو نه ښکاري خو پخي وني خوزوي.مينه هغه بوړبوړکي ده چي وچ اولانده د څان سره نامعلوم لوري ته تاووي. مينه خلک وژني که ميني خلک ژوندي ساتلي نو مجنون او شيرينه به تراوسه ژوندي واي.مينه يوه بله نامردي هم لري چي کله ځي خپل څاي غم او انديښني ته پريږدي  ځکه خو خان عبدالغني خان عليه رحمت ويلي دي…
سوز نه دى عشق،سازنه دى عشق،اه اوګريان نه دى عشق
مسته رنګيني دانه ده،غم دجانان نه دى عشق
پاتي شوه د الله ج اود هغه د رسول مينه دا په تشو ازانونو او لمونځونو نده ځکه هغه خو بندګي ده  موږ خو لاتراوسه د الله ج بندګي لاپوره کړي نده ،که موږ اوتاسي دي ته د الله ج مينه ووايو چي د حلقي په دوره کي اضافي حرکتونه او اوازونه کوو،دالله په مبارک کتاب د خلکونه پيسي ټولي کړو، ګاونډي او خپل ته د دښمن په سترګه وګورو اوياپه خويندواو لوڼو باندي په زوره د ناخوښه هلک سره نکاح وتړو اودي د الله ج مينه ووايو نو زموږلاره سمه نده او نه دادالله ج مينه ده.
خداي دي وکړي چي زموږورونه علمآ کرام او ملايان صاحبان ځما په دي ليکنه کي د غني خان د هغه غزل په شان غلط پوهنه ونه کړي چي ويل به يي غني خان ډير د خدايي خلاف شعر وايي غني خان وايي :
سترګو د جانان کي ځما ښکلي جهانونه دي
                                              وادي خله دنيا زه وږي ستاددنيا نه يمه
دلته د غني خان مطلب د جانان نه نبي کريم ص او د جهانونو نه جنتونه دي او همداراز په دويم بيت کي ددنيا د اخستلونه مطلب د خپل ځان اخستل يعني مرګ دي.
په اخر کي داسي ويلاي شو چي مينان هغه څوک دي چي په اسلامي، فرهنګي ،ټولنيزواوسياسي  لاروکي د ټولو خطراتو د منلو سره سره عملي ګامونه اخلي او خپلو خلکواو خاوري ته خدمت کوي همدوي  کامياب دي.

Copyright Larawbar 2007-2024