ستاسو د کومک په هيله

د لراوبر اداره | نوومبر 23rd, 2011


اسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
زما نوم عبدالقهار ده د فاميل نوم مې مياخيل ده ،زه ۲۶:۱۰.۲۰۰۹ م ناروې ته په ډيره سختي سره راغلم ،دسختي معلومات خو هر چا ته شته د هغې خو به زه څه نه وايم ،د پناهندګي لپاره راغلم او زما عمر پدې وخت کې تقريبان اولس (۱۷) کاله وو زه يې په داسې يو کيمپ کې واچولم چې که يوه شپه به هم کومه خوا ته لاړم نو د سيسټم نه به ئې اوټ کولم ،او په يو واړه اوطاق کې ئې اچولی ووم چې مونږ څلورو کسانو پکې په ډيره سختي ژوند کاوه ، خو سختی ډيرې دي د هغو به څه نه وايم ؛
اخر ئې په ۲۳:۱۱:۲۰۱۱ م کال را ته وو ويل چې ستا پناهندګي نه منوو ، ښه دا بشر دوستي ده ؟؟؟
مازغه ئې په کمپونو کې راخراب کړو ،اخير د دوه کاله يوه مياشت او اوويشت ورځې بعد ئې زما کيس را ختم کړو ،او راته يې وو ويل چې زه کابل ته لاړ شه هلته امن دی ،
ايا په کابل کې امن شته ؟؟؟ ايا په کابل کې هره ورځ انسان کوشي نه شته ؟؟؟ ايا په کابل کې هره ورځ وزير د پارلمان غړي نور غټ غټ کسان نه وژل کيګي ؟؟؟ نو زه څنګه کابل ته لاړ شم ؟
نو ستاسو نه په ډير ادب سره هيله کووم چې زما او زما د نورو افغانانو ورونو غږ د افغانستان اسلامي دولت ښاغلی ريس جمهور پارلمان اوټولې دنيا ته ورسوي چې زمونږ ليږل بند کړي ؛
او لما سره اړيکې ونيسي ،زما نمبر ۰۰۴۷۹۴۷۲۲۲۵۶ زما هوټميل MIAKHEL1@hotmail.com او زما فيسبوک نوم abdulqahar_hemat@yahoo.com ده،
ستاسو نه ډيره مننه ، ستاسو د کومک په هيله د ناروې ټول کړيدلي افغانان وسلام.
مياخيل عبدالقهار

Copyright Larawbar 2007-2024