کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د جګړو ګټونکي او بایلونکي د تاریخي واقعتونو په رڼا کي

د جګړو ګټونکي او بایلونکي د تاریخي واقعتونو په رڼا کي

ګرانو لوستونکو ته څرګنده ده چی د انترنیت په اوسنۍ نړی کی ډیرو خلکو ته دا موقع په لاس ورغلی ده ، چی خپل نظریات او افکار د انترنیتی ویب پاڼو له لاری څرګند کړی .
کله چی یو څوک یو څه ولیکی او نشر شی  نو لوستونکی یی فورآ په دوو ډلو وویشل شی یوه ډله یی په شاباسو او افرینونو ستایی او بله ډله ورته د وطنفروش ، خاین ، ملحد ، اشرار ، طالب ، کمونست ، او نور القاب ورته قطار کړی ، سپکی سپوری شروع د بعضی مقالو لاندی دا لړی ډیره اوږده او خبره ښکنځلو او پیغورونو ته ورسیږی .
زه غواړم چی د پورتنی سرلیک لاندی پنڅو جګړو ته د مسلسلی شماری په حساب د لوستونکو پام راوړوم ، چی په د جګړو کی د بایلونکو او ګټونکو لاسه ته راوړنی څه دی ، چا ګټه او چا تاوان کړی دی ولی ؟
زه به په د باره کی خپل نظریات او افکار ستاسو سره شریک کړم ، د دی ادعا نلرم چی زما نظریات ټول صحیح او معلومات می مکمل دی په اخیر کی دری پوښتنی وړاندی کیږی ، که څوک علاقمند وی  او معقول استدلال علمی او اسلامی منطق په واسطه کولی شی یو څه ولیکی ، راوړاندی د شی ، احساسات ، توهین او ښکنځلی د پریږدی د چا د ویلو او لیکلو ازادی د نه سلبوی ، ځکه چی هر څوک د بل ازادی سلبوی په خپله ازاد نه دی .
را به شو اصلی مطلب ته .
اول :- د میلاد څخه دری پیړی وړاندی مقدونی سکندر نیمه نړی فتحه او د هغه شته یی یونان ته یوړل .
دوهم :- چنګیزخان د مغلوستان د دشتی څخه تره افغانستانه راورسیدو .
دریم :- افغانان د انګریزانو سره په درو جګړو کی ځانونه ګټونکی بولی .
څلورم :-  پخوانۍ شوروی  اتحاد او متحدین یی ( امریکا ، انګلیس ، او فرانسه ) په دوهمه نړیواله جګړه کی چی د جرمنی ، ایټالیه او  د جاپان پر ضد وشوه ، ځانونه ګټونکی او د افتخار وړ بولی .
پنڅم :- د افغانستان د مجاهیدینو او شوروی اتحاد تر منځ جګړه چی په نتیجه کی شوروی اتحاد ړنګ شو ، افغانان ځانونه ګټونکی بولی .
ما پورته پینڅه مثالونه یاد کړل کیدای شی د مثالونو دا لړۍ نوره هم اوږده شی  ، د اوس د پاره همدومره بس دی ، غواړم چی په خپل فکر په پورتنیو جګړو کی د ښکیلو هیوادو راتلونکی ( د جګړی څخه وروسته )  ته یو ځغلنده نظر واچوم .
اول :- سکندر  مقدونی د میلاد څخه دری پیړی مخکی په خپل شپږدیرش  کلن ژوند کی  د شپږدیرشو څخه زیات ملکونه فتحه کړل ، د نړی سرمایه او شتمنی یی خپل هیواد ته انتقال کړل ، خو تاسی وګوری چی  یونان په اوسنی حالت کی د ستر اقتصادی رکود سره مخامخ دی .
دوهم :- چنګیزخان چی  د منګولیا د دشتو څخه د نړی د فتحی په خاطر تر افغانستانه هم راورسیدو د فاتح چنګیز منګولیا تر اوسه هم یو وروسته پاتی هیواد دی .
 دریم :- افغانان د انګریزانو سره په درو جګړو کی ځانونه ګټونکی بولی ، اما پایله یی  څه وه ؟
څلورم :-  ډیر ښه مثال یی د دوهمی نړیوالی جګړی پایلی دی چی د متحدینو (شوروی اتحاد ، امریکا ، انګلیس او فرانسه ) او متفیقینو ( جرمنی ،ایټالیه او جاپان ) په منځ کی پیښه شوه .
تاسی وګوری چی ګټونکی او بایلونکی اوس په نړی کی څه موقف لری ؟ 
د دی جګړی څخه وروسته په شوروی اتحاد کی مستبد ریژم نور هم مستبد شو ، چی په نتیجه کی د نړی د پاره په یوه لوی سرخوږی بدل شو ، اقتصادی وده یی ودریده،  د دی جګړی څخه وړاندی روسیی ( تزاری روسیی ) د اوروپا په اقتصاد کی پنڅم ځای درلود .
جرمنی ، جاپان او ایټالیه چی د جګړی بایلونکی بلل کیدل ، وروسته د جګړی په کومه خوا روان شول ،  جرمنی په اوس وخت کی د اوروپا په اقتصاد کی لومړی مقام لری او جاپان د نړی په سطحه دوهم ځای لری ، ایټالیه د اوو سترو سنعتی  د هیوادو د  ډلی  څخه ده . 
د انګلستان او فرانسی په باب باید وویل شی چی د نړوالی جګړی د ګټلو څخه وروسته یی پرمختګ د جرمنی او جاپان په څیر ونشو .
اما امریکا د دی سره چی په دی جګړه کی شامله او ګټونکی وه ځکه یی پرمختګ وکړ چی د جګړی د ډګر څخه ډیره لری ده او په هره جګړه کی چی امریکا شرکت کړی دی په نورو لویو وچو کی دی .
پنڅم :- وروستۍ فکت زموږ په هیواد کی د شوروی اتحادسره په جګړه کی د جګړی د پایلو څیړل دی او افغانان په دی جګړه کی ځانونه فاتح بولی او وایی چی زموږ د جهاد له برکته شوروی اتحاد په پنځلسو ټوټو وویشل شو ، د برلین دیوال دړی وړی او د جرمنی دواړه هیوادونه سره یو څای شول .
یعنی د جنګ بایلونکی شوروی اتحاد او ګټونکی یی افغانستان بلل کیږی و خو په نتیجه کی څه پیښ شول ؟  چا ګټه وکړه بایلونکی او که ګټونکی ؟
راځی چی په فکتونو حساب وکړو نه په تعصب او بی ځایه ویاړونو . د بایلونکی څخه به یی پیل کړو.
شوروی اتحاد له څنګه چی په زور منځ ته راغلی و او د هغه د پاره اقتصادی ، سیاسی ، او  اجتماعی عواملو شتون نه درلود وپاشل شو ، پنځلس نوی جمهوریتونه بیا منځ ته راغلل ، له نورو به تیر شو په روسیه چی د شوروی  اتحاد میراتخوره بلل کیږی خپل بحث  ته دوام ورکړو .
روسیه د کمونستی نظام څخه ( لکه بی وخته زیږدلی ماشوم )  خلاصه شوه او هغی ته یی د پای ټکی کیښودو. په نړی کی د سیاسی انزوا څخه راووته ، ازاد اقتصادی بازار ته داخله شوه ، هغه پیسی یی چی پخوا په جګړو لګولی وصرفولی څو ګوندی سیاسی سیستم یی ایجاد د پارلمان او نویو قوانینو څیښتنه شوه ، داخلی جګړه ماران یی وځپل هغه ده چی د پرمختګ او د جوړونی او بیا جوړونی په لور خوزیږی ، د غرب  سره د پخوانۍ نظامی سیالۍ په ځای سیاسی همکاری کوی . 
کیدای شی په د باره کی ډیر څه ولیکل شی ، خو زما د دی لیکنی حوصله صرف همدومره ده ، نور دوستان کولی شی چی د موضو د تاید او یا رد په باره کی لیکنی وکړی .
اوس غواړم چی د دی جګړی په ګټونکی افغانستان باندی خبری وکړم  او دوستان د قضاوت وکړی د خپلو ګوندی اهدافو د عینکو له لاری نه  بلکی د عینی واقعتونو او فکتونو په رڼا کی د فکر وکړی .
پخوانی مجاهیدین د شوروی اتحاد ماتی د جهاد برکت بولی ، که یی زه هم ورسره ومنم چی مجاهیدینو په تش لاس سوسیالستی کمپ ته ماتی ورکړه ، خو فلسفی پوهان یی نه درسره نه منی هغوی وایی چی : هر کیفیت د کمیتونو د یو ځای کیدو او په اخیره کی د یوه جهش په صورت کی نوی کیفیت منځ ته راځی ، ما دمقالی په سر کی د شوروی اتحاد ته د ( بی وخته زیږدلی  ماشوم ) مفهوم کارولی دی ، په (۱۹۱۷ع)  کال کی چی کله دا نظام منځ ته راغۍ له هغی ورځی یی ډیر دښمنان درلودل ، چی د  دی څیړنه یو لوی او  بیل بحث دی ، تر څو چی په (۱۹۹۱ع)کال کمونستی نظام او شوروی اتحاد ړنګ شو .
رابه شو دیته چی افغانستان ازاد شو !!! جنګ مو وګټلو ، ویاړنی مو په برخه شوی مګر څه پیښ شول ؟ 
په لنډ ډول کچیری د (۱۹۹۱ع) کال څخه تر (۲۰۰۱ع) کال پوری دا لسه کاله ټول د مجاهیدینو او طالبانو دوره یوه وبولو ټولو ته معلومه ده او ټولو افغانانو په خپلو سترګو ولیدل چی وطن زموږ د سترګو په وړاندی په مرمیو او توپونو غلبیل غلبیل شو ، نو دا ولی ؟ 
په جګړو کی ټولو بایلونکو ملکونو د جګړو څخه د عبرت درسونه اخیستی دی او خپل ملکونه یی اباد کړی دی ، موږ د کمیابۍ او ماتی دواړو څخه ولی مثبته ګټه نه دی پورته کړی ؟  
 په د بحث کی په سړه سینه او لوړ علمی منطق برخه واخلی ، او لاندی سوالونو ته په خپل فکر ځوابونه ولیکی ، چی دا به انشالله د وطن په خیر وی .  
اول :- ولی د افغانستان خلک د ګټلو او بایللو جګړو څخه وروسته خپل ملک نه شی ابادولی ؟
دوهم :- ایا امریکا به هم په افغانستان کی جګړه وبایلی ؟
دریم :- که امریکا هم د شوری  اتحاد په څیر په افغانستان کی جګړه وبایلی او په
دوه پنځوسو ټوټو وویشل شی نو په نړ به یی تاثیر څه وی ؟