لراوبر :طالبانو د غزني د ولايت د ولايتي بيا رغوني ډلي دوه کارکونکي چي څو ورځي مخکي نيولي وو،نن ماپښين د غزني ولايت په اندړو ولسوالي کي وژلي دي.
وژل سوي کسان دواړه دهرات ولايت دګزرې ولسوالۍ اوسېدونکي وو چي د غزني ولايت په پي آر ټي کي يې د نظامي ليوامعاون اودبالون انجينر په توګه کار کاوه.طالبانو دا خبر تاييد کړی دی او وايي چي دوئ دواړه يې داندړ ولسوالۍ په يرکتوسيمه کي دمحکمې په حکم وژلي دي .