کور / تازه خبرونه / مجاهد:ددولت لخوا د سلګونو طالبانو دوژلو ادعا درواغ ده

مجاهد:ددولت لخوا د سلګونو طالبانو دوژلو ادعا درواغ ده

لراوبر طالب وياند ذبيح الله مجاهد په تازه رالېږل سوې خبرپاڼه کي د دفاع وزارت هغه ادعا رد کړې ده چي وای د افغانستان په ختيځ کي يې دعملياتو په ترڅ کي يې سلګونه طالبان وژلي دي .


د مجاهد په وينا داڅو ورځي کيږي چې دنور ستان ولايت په کامديش او دکنړ ولايت په بعضو سيمو کې په ريښتيا هم دمجاهدينو په وړاندې بريدونه کړي خو له سختو ځوابي بريدونوسره مخ شوي او هيڅ پرمخ تګ يي په کومه سيمه کې نده کړې بلکې له درندو تلفاتو ګاللونه وروسته په ټپه ولاړ دې او په بعضو سيمو کې خو بيرته تيښتې ته هم اړ شوي دي .


په خبرپاڼه کي راغلي چي په تېرو څو ورځو کي تر۲۱پورې کورني او ۹ بهرني عسکر وژل شوي او همدومره نور کورني پوليس او بهرني پوځيان ټپيان شوي هم دي ، دمجاهدينو خوا ته په ټولو دغو عملياتو کې ۱۳مجاهدين وژل شوي او تر۱۷ پورې ټپيان سوي دي .


په دې عملياتو کي هم ملکي وګړو ته تر ټولو ډېر زيان رسېدلئ دی ، ذبيح الله مجاهد هم د ملکي خلکو مرګ ژوبله مني او وايي ګڼ شميرکې ملکي خلک هم شهيدان شوي چې دم ګړۍ يي دقيقه شميره زه له ځان سره نه لرم خو ډيرملکي تلفات او ښتې او دبهرنيانو دخپل هميشني عادت له مخې دعامو خلکو پر کورنو بمبارکړی ا ودخلکو کورونه يې پلټلي او ډيرئ عام وګړي يي له ځان سره بيولي دي .