اسلام او HIV – اېډز ( ۱ ډسمبر د اېډز پر وړاندي نړيواله ورځ)

د لراوبر اداره | نوومبر 30th, 2011


سبا ( د ډسمبر لومړۍ نېټه ) په ټوله نړۍ کي دوژونکي ناروغۍ ( اېډز – HIV) پر وړاندي نړيواله ورځ ده ، له بده مرغه دې مرګوني ناروغۍ اوس افغانستان ته هم سرايت کړئ دئ .


که چيري موږ هغه اسلامي قوانين او مقررات چي اسلام ۱۴۰۰ کاله پخوا راښودلي دي عملي کړو،نو موږ به له هغه ستونزو سره چي نړي ورسره نن ورځ مخ ده هيڅکله مخامخ نشو.نو د ټولو مشکلاتو څخه د خلاصون يواځني لار داده چي موږ هغه لارښوني په خپل ژوند کي پلي کړو کوم يي چي الله ج او دهغه پيغمبر حضرت محمد(ص) موږ ته راښودلي دي.


د اسلام سپيڅلى دين د انسان  شهواني غريزه هم په پام كې نيسي د اسلام سپيڅلى دين د جنسي اړيكو لپاره يو لړ اخلاقي اصول او مقررات وضع كړي دي له همدې امله اسلام ددې خواهشاتو د پوره كولو لپاره ځوانان نکاح ته هڅوي ځكه چې د واده كولو له لارې شهواني خواهشات پوره كيږي.. اسلام د هغو توكو استعمال چې حواس ګډوډوي، هم منع كړي دي نو له همدې امله د مخدره توكو لكه هيروئين او شرابو استعمال جداً منع كړل شوي دي.


خو دا ټكى بايد ومنو چې ځينې كسان له واده څخه دمخه نامشروع جنسي اړيكو ته مخه كوي او ځينې خلك له واده وروسته هم د خپل ژوند ملګري/ملګرې سربيره له نورو اشخاصو سره هم جنسي ناروا اړيكې لري. له دې سره سره دا واقعيت بايد ومنو چې موږ ټول په بشپړه توګه د خپل دين په احكامو عمل نه كوو او نه هم د خپل دين په اړه پوره معلومات لرو.


هغه جنسي اړيكې چې زموږ دين ناروا ګڼلي دي، زموږ په ټولنه كې وجود لري. له همدې امله موږ بايد دا حقيقت ومنو او د اچ آى وي او ايډز تعلمي پروګرامونه د خپلو ټولنو لپاره جوړ او وړاندې كړو. دا پروګرامونه بايد نه يوازې دا چې د اسلام پر اخلاقي ارزښتونو ټينګار وكړي، بايد خلك هم د دې وژونكې ناروغۍ له ګواښونو او حفاظتي لارو چارو څخه خبر كړي.


ځنې هيوادوال كيداى شي داسې فكر وكړي چې اچ آى وي او ايډززموږ د ټولنې لپاره كومه ستونزه نده خو حقيقت دا دى چې ايډز په ټوله نړي كې يوه ستره ستونزه ده. له همدې امله دا ضروري ده ترڅو موږ ومنو چې ايډز او اچ آى وي په برابره توګه زموږ ټولو لپاره ستر ګواښ دي. په نړۍ كې د اچ آي وي چټك خپريدل موږ دې ته اړ باسي چې د اچ آى وي په برخه كې په ډاګه خبرې وكړو.


او همدارنګه زموږ ډير هيوادوال دجګرو له کبله ګاونډيو هيوادوته مهاجر شوي چي  يو شمير راستنېدونکي هيوادول په دې هيوادو کښي په نشو روږدي او داچ اي وي مثبت پيښي لري چي دي  ټکي بايد جدي پاملرنه وشي تر څو ددوی څخه د مرض د لږ په مخنيوي کي کوټلي اقدامات تر سره شي .

Copyright Larawbar 2007-2024