بېل یې کړه اېل یې کړه

د لراوبر اداره | دسمبر 6th, 2011


دتاریخي روایاتو له مخې بېل یې کړه ، اېل یې کړه  یا (divide and conquer ) مقوله په لومړي ځل بریتانیایي ټولواک لومړي جیمز وکاروله ، چې وروسته یې داغیزمن ثابېتیدو له امله دهمدې هیواد دمستعمراتو دوزارت په لوائحو کې دیوه مهم او اساسي فارمول ځای خپل کړ .


دلویدیځو هیوادونو په تیره دلویې بریتانیا لخوا د استعماري دوران په مهال لویدیځوالو په هرځای کې دپښې دځای موندلو او داولسونو درام کولو لپاره همدا نسخه کاروله ، او داشغال لپاره مستهدف اولسونه او ملتونه یې دقوم ، ژبې ، نژاد ، مذهب او سیمې په نومونو په منظمه توګه لومړۍ بېلول ، بیا اېلول او ورپسې یې په خپل  ښکیلاکي دام کې راښکېلول .


  دمسلمان امت دوه مضبوط  وزرونه عرب او ترک چې دلویدیځ اشغال دپرمختیاپه وړاندې له پیړیو راهیسې دسد سکندر په شان محکم ولاړ وو ، لویديځوالوبالاخره   دهمدې زهرجنو قومي شعارونو او نشنلیستي احساساتو په واسطه سره بېل او جلا جلا اېل  کړل .


 نن سبا چې دنړیوال فرعونیت خول دبریتانیا له سره امریکاته نقل شوی دی ، دا هیواد هم  په ډیرو مواردو کې دبېل یې کړه اېل یې کړه له فارمولې څخه کار اخلي ، او په خورا ناترسۍ له دې لارې خپل ناروا  اشغال ته لاره هواروي .


په عراق له برید نه وروسته چې کله دعراقي مجاهدینو  دباعزمه مقاومت په نتیجه کې امریکایان دماتې په پوله ودرېدل ،نو په پای کې یې له همدې حربې کار واخیست ، امریکایي استخباراتیانو دلته دوروڼو قومونو ترمنځ دنفاق داور بلولو لپاره په داسې اعمالو لاس پورې کړ، چې دعراق سني او شیعه اوسیدونکي یې دیوه او بل په وړاندې  ودرول  .


دوی ددې اور دبلولو لپاره لومړی دعراق په سامرا کې دشیعه ګانو د ۱۱ م امام حسن العسکري ، مزار په بمونو والوزاوه او ورپسې یې په بغداد ، نجف ، کربلا او نوروسیمو کې په عامه بازارونو او مارکیټونو کې  کنترولیدونکو چاودونو ته زور ورکړ .


له دې شیطاني عملیاتو سره هم مهال یې درسنیو له لارې هم دې خبرو ته زور ورکړ چې په عراق کې  خپل منځي جنګ پیل شوی دی ، چې شیعه او سني عراقیان په کې ښکیل دي  ، ددښمن ددې شیطاني فریب په پایله کې یوشمیرساده  شیعه وسلوال ( دمقتداء الصدر ډله جیش المهدي ) ددښمن د شوم هدف ښکار شول اوپه پوره سادګۍ یې  دامریکایانو په وړاندې له مقاومت څخه توجه دخپلو سني وطنوالو په ضد جګړې ته راواړوله  ، په داسې حال چې دعراق کلي اوښارونه له کفري یرغلګرو ډک وو ، دوی په خپلو سني مسلمانو هیوادوالو بریدونه پیل کړل ، په دې بریدونو کې یوه دیادولو وړ پیښه په بغداد کې دسنیانو په ترټولو ستر جومات ( جامع الکبیسي ) باندې د جیش المهدي دوسلوالو برید وه چې دمسجد د خطیب شیخ عبدالعزیز محمد او یوه بل ستري سني عالم ، شیخ  علي الزهدي په ګډون ګڼ سني مسلمانان په کې ووژل شول ، ددې حالت په پایله کې بالاخره دعراق دمختلفو مذهبي نظریو سره تړلي مجاهدین دیوه بل په وړاندې ودریدل ، عملیاتي ځواک یې دیوه بل په وړاندې مصروف شو چې په پایله کې یې عراقي جهاد خورا  اساسي ټکانونه ولیدل .


نن سبا چې امریکایان په افغانستان کې ترټولو په سخت حالت کې قرار لري ، دلته یې کټ مټ همداسې  هڅې پیل کړې دي ، ترڅو دنفاق خپروونکو کړنو او تبلیغاتو له لارې دافغانستان وروڼه  قومونه سره جلا او خپلې ناروا حکمرانۍ ته لاره اواره کړي .


په دې لړ کې که له یوې خوا امریکایانو خپلو ځیره خورو  رسنیو ته  دنفاق خپرولو دنده سپارلې ، ترڅو دپښتون ، تاجک او هزاره په نومونو متحد افغان ملت  سره ټوټه ټوټه کړي ، له بلې خوا په پټ او ښکاره ډول ځینې داسي جنایتکارانه اعمال هم ترسره کوي ، چې هرڅوک یې په نفاق خپرونکي ماهیت او مقصد پوهیږي .


دبیلګې په ډول دروان کال د دسمبر په پنځمه په کابل ، مزار شریف او کندهار کې دعاشورا په مراسمو کې بې رحمانه چاودنې  چې ګڼ شمیر هیوادوال په کې تلف شول ، دامریکایي استخباراتو دهمداسې نفاق خپروونکو اعمالو له ډلې بللی شو .


په دې حملو کې چې دافغانستان دمتحد ملت یوه خاصه مذهبي ډله په کې په نښه شوه ، یرغلګرو ترې دا تمه درلوده  چې دهمدې مذهبي نظریې  پیروان دخپلو نورو وروڼو افغانانو په اړه  بې باوره کړي  ، خو دیرغلګرو داتمه ځکه په اوبو لاهو شوه چې یاد جنایت دټولو خواوو لخوا په کلکه وغندل شو، او دافغان اولس ددښمنانو کار وبلل شو .


په اوس وخت کې چې امریکایان نور په افغانستان کې دپاته کیدو لپاره  کومه بهانه په لاس کې نه لري ، ضرور به په داسې  ظالمانه او نفاق خپروونکو اعمالو لاس پورې کوي ، خو زموږ اولس باید ددښمن دسائسو ته متوجه شي ، ددښمن د لومو او فریبونو  ماهیت وپیژني ، او پرینږدي چې بې رحمه دښمن مو دویشلو په هڅه کې کامیاب شي .

Copyright Larawbar 2007-2024