د سپين تڼي پلار په حق رسېدلئ دی

د لراوبر اداره | دسمبر 7th, 2011


چي پيدا سوې تا ژړل خلکو خندا کړه
داسي مړ سه چي ته خاندې خلک ژاړي


هغه چي مليونونه پښتانه يې له خوږو خبرو ، خوږې او ټوکماري طبعي سره اشنا وه ، هغه چي سلګونو يارانو او همکارانو د ورين تندي او خندا ډکي خولې په خاوند پېژندئ نن د غم پر ټغر کښېنست .په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د بي بي سي پښتو خپروني د نوميالي وياند ښاغلي سپین تڼي پلار په حق رسیدلی دی.


 انالله وانا اليه راجعون


د لراوبر ويبپاڼي مشرتابه او همکاران د خوږ ژبي وياند ، شاعر او ژورناليست سپين تڼي او هغوی د کورنۍ سره په دې غم کي ځانونه شريک ګڼي ، ارواښاد پلار ته يې د لوی خدای له دربار څخه دمغفرت او فردوس جنت غوښتنه کوي او ټولي کورنۍ ته يې په خاص ډول د ورين تندي او خوشالي طبعي لرونکي سپين تڼي ته د څښتن تعالی له درباره د غم په دې سختو ورځو کي د جميل صبر دعا کوي .


د مرحوم  حاجی ګل مدین جنازه چې پخوا د خوست په تڼیو کې په خپله پلرنۍ  هدیره کې خاورو سپارل شوې، دوستانو ته خبر ورکوي چې د نارینه وو فاتحه د یکشنبې په ورځ د ډسمبر د میاشتې  په ۱۱ نيټه دسهار له ۱۰ نیمو  بجو نه د غرمې تر ۱۲ نیمو بجو پورې د افغانانو په جامع جومات کې اخیستله کیږي.
پته : نیسدن ، د افغانانو کلتوري او اسلامي مرکز
د مالوماتو لپاره د موبایل شمېرې:
۰۰۴۴۷۹۶۷۴۰۱۵۰۴
۰۰۴۴۷۸۸۵۲۵۳۶۵۰


 

Copyright Larawbar 2007-2024