وسله والو دقبايلو چارو پخوانی ريس وواژه

د لراوبر اداره | دسمبر 18th, 2011


په کندهار کی  تیره شپه دکندهار دقبایلو چارو پخوانی ريئس او دقبایلو چارو وزارت برحاله سلاکار له خپل کور سره نږدي وسله والو طالبانو وژلی دی. د کندهار د والی ویاند زلمی ایوبی د ازادی راډيو خبریال ته ویلي، چې د پيښی عاملین تښتیدلي او دوی یی د نیولو په لټه کي دی. وسله والو طالبانو د پیښی مسولیت منلی دی .


د عبدالباقي رغبت لنډ ژوندليک:


ارواښادعبدالباقي رغبت د حاجي محمد زمان خان زوى او د مرحوم حاجي محمد عثمان خان لمسى دى چي پوره ٦٥ کاله وړاندي په ١٣٢٥ هجري لمريز کال کي يې د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ د کارېزک په کلي کي دې پاني نړۍ ته سترګي وغړولې.


نوموړى د کندهار ښار په عالي دارالمعلمين کي د ١٢ ټولګي څخه فارف سو او له همدې وروسته يې د معارف په برخه کي د وطنوالو خدمت ته اوږه ورکړه.


هغه د خپل عمر کابو نيمه برخه، يعني دېرش کلونه د افغانستان د معارف د ودي او پرمختګ لپاره تېر کړل او په دې دريو لسيزو کي يې د وطن ګڼ شمېر بچيان د پوهي په ګاڼه سنبال کړل.


شهيد رغبت تر هغه وروسته د پنځو کلونو لپاره د کندهار و لايت د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو د رئيس په توګه پاته سو او دلته يې دقومونو د اتحاد او يووالي په برخه کي کليدي او نه هېرېدونکي کارونه سرته ورسول.


هغه د قومونو او قبايلو په برخه کي د کارکولو ترڅنګ د کلتور او پښتو ادبياتو په برخه کي هم معلوم او حس کېدونکي کارونه کړي چي هميشه به يې له نوم سره جوخت يادونه کيږي.


نوموړي له تيرو څو مياشتو راهيسي را وروسته د افغانستان د قومونو، قبايلو او سرحداتو چارو په وزارت کي د مشاور په توګه کار کاوه چي تېره شپه په کندهار ښار کي د نامعلومو وسلوالو لخوا د توپنچې په ډزو ووژل سو.


عبدالباق رغبت له دې مخکي هم دوه ځله د مخالفينو تر بريد لاندي راغلى و چي له نېکه مرغه دواړه واره روغ رمټ وتلى و او کوم ډول مالي زيان ورته نه و اوښتى.


له هغه څخه اته اولاده پاته دي چي درې نارينه او پاته پنځه يې لوڼي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024