بادغیس: ځانمرګی مخکې له برید ووژل شو
یو ځان وژونکی چی غوښتل یی د بادغیس دمرکز په هوایی میدان کی ځان والوزوی، هدف ته تر رسیدو مخکی د پولیسو لخوا ووژل شو.
د بادغیس د والی ویاند شرف الدین مجیدی،ازادی راډیو ته وویل،چې دا پیښه نن له غرمی مخکی شوی.
نوموړی وایی، چی په پیښه کی چاته زیان ندی اوښتی.