کراچي:دمدرسې له زېرخانې لسګونه ماشومان ازاد سول
پوليس وايي د کراچي په سهراب ګوټ کي يې د يوې مدرسې له زېرخانې څخه ۴۵ داسي ماشومان را ايستلي دي چي په ځنځيرونو تړل سوي ساتل کيدل ، ځينو له دغو ماشومانو څخه پوليسو ته ويلي دي چي دوی په دې ځای کي وهل ټکول کېدل او ځينو ته يې د بمي چاودنو روزنه ورکول کېدل . پوليس وايي ددغو ماشومانو اکثريت د خيبرپښتونخوا سره تړاو لري .
پر پاکستان پخوا هم دا تور وو چي په زياترو مدرسو کي يې ځانمرګو بريد کوونکو او تروريستي ډلو لپاره د کسانو ته روزنه ورکوله کيږي .دچارو څارونکي د پاکستان دې کار ته هم د شک په سترګه ګوري او وايي پاکستان دا کار د امريکې سره دخپلو خرابو اړيکو د بيرته جوړيدو او سپيناوي په موخه کړی دی . پخوا هم کله چي د امريکې سره د پاکستان اړيکي خړ پړ سويدي نو پاکستان د طالبانو يا القاعده مهيم مشران امريکې ته سپارلي دی . نننی خبر هم تر هغه وروسته خپور سو چي امريکې د پاکستان لپاره د خپلو اووه سوه مليونه ډالرو مرسته وځنډوله .