افغانستان د آسيا د سيمه ييزو ناخوالو تود ډګر
افغانانو په وروستيو څو لسيزو کې خپل هېواد په کنډواله بدل کړ. د دغه مضمني جګړې
په ترڅ کې يې له ۲ ميليونو ډېر خلک مړه شول، ګنشمېر خلک يې مهاجر، څوميليونه
معيوبين او معلولين شول. د کونډو، بورو، رنډو او يتيمانو شمېر يې هم تر څو ميلونو
واوښت او نن سبا يې ۲۰ ميليونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، چې په دويم بُن کې
هم ښاغلي حامد کرزي د دروېزې اوږد لاس بهرنيو ملکونو ته نيولی ؤ او د نورو لسو
کلونو د اقتصادي مرستې زارۍ يې کولې.
زه لکه يو افغان د افغانستان په دغه حالت هم شرمېږم او هم ځورېږم، خو له لاسه مې
ډېر څه هم نه راځي، ځکه چې لکه ما غوندې په ميليوناوو افغانان د افغانستان د سیاسي
لوبو قرباني دي يا مهاجرتونو ته اړ شوي او زه هم د زړه تڼاکه په ليکنو ويلې کوم. يو
شمېر دوستان به وايي، چې مهاجره! ورځ خو دې ښه تېرېږي، شپه دې توده ده او خېټه دې
هم مړه ده! مګر يو شی بايد په ياد ولرو چې په هېڅ پردي ملک کې يو انسان هوسا ژوند
نشي درلودلی، پرته له خپل هېواده، ځکه نو ښه ويل شوي، چې خپل وطن هر چا ته کشمير دی
او يا ويل کېږي، چې مېلمستيا ښه ده، مګر پخپل کور کې درنه ده!
په افغانانو کې داسې يو ذهنيت دی، چې د افغانستان د هرې ناخوالې ښه او بد
په بهرنيو ملکونو په تېره بيا په ګاونډيو کې لټول کېږي، يو متل دی، چې وايي:
مال خپل ساته ، همسايه غل مه نيسه!، نو افغانان دې هم د خپل هېواد په اړه فکر وکړي،
ځکه چې د افغاني ټولنې د نننيو ستونزو منافقتونه ټول د يو شمېر په افغاني ذهنيت کې
نغښتي دي. زما د دغه ليکنې د احساساتو اړخ او عيني انځور څه موده مخکې په کابل ښار
کې د شيعه ګانو په يوه مذهبي لمانځنه کې د بمونو چاودنه ده، چې زما سره يې
داسې پوښتنه رامنځ ته کړه، چې څه شی د دې سبب شول چې په يوه مذهبي فرقه باندې داسې
بريد وشي؟ او افغانستان دا دي څو لسېزې کېږي چې د قومي او مذهبي جګړې ډګر
ګرځېدلی؟
له ډېرو سره به دا پوښتنه په سر کې ګرځي، چې ولې اتحاد شوروي په افغانستان يرغل
وکړ؟ ټولو ته معلومه ده، چې روسيې يا سابقه اتحاد شوروي د څو لسيزو په اوږدو کې له
ټولې لوېديزوالې نړۍ سره په ساړه جنګ کې ښکيله وه، دويمه نړيواله جګړه يې له
جرمنانو وګټله او د دغه بري سره سم يې وروسته له دويمې نړيوالې جګړې په دونيا کې
سوسياليستي سيستم رامنځ ته کړ، چې د اتحاد شوروي د ۱۵ اتحادي جمهوريتونو تر څنګ يې
په شرقي اروپايي ملکونو کې هم ۱۵ ملکونه لاندې کړل او په نړۍ کې بيا د يو شمېر نور
ملکونو چې ديموکراتيک ورستاړی ورپورې تړل شوی ؤ د سابقه شوروي اتحاد په مداخلو جوړ
شول، چې د روسيې د نظامي او اقتصادي اغېز تر سيوري لاندې ول، نو په افغانستان کې د
سرې غميزې رامنځ ته کېدلو هم د روسيې خيالونه پياوړي کړل، چې د هند په تودو اوبو کې
هم لامبو ووهي.
د روسانو خو دا يو خيال ؤ، مګر روسان افغاني ټولنه سمه نه وه څېړلې، چې د
افغانستان د واکمنانو په سر کې څه تېرېدل. د شهيد سردار محمد داود خان له واکمني او
بيا د سرې غمېزې د رامنځ ته کېدو سره سم د چپيانو تبۍ هم توده شوه، چې يو په بل پسې
يې راواخيسته او په خپله بټۍ کې يې يو او بل ډاډه کړل او په افغانستان کې له ۱۹۷۸
ميلادي کاله د شنو او سرو غوبل هم پيل شو او دغه جګړې د اتحاد شوروي بېخ پرې وايست،
خو د افغانستان هېواد يې هم په وينو کې ولمباوه، چې تر ننه يې له پرهارونو وينې
څڅېږي.
ولې داسې وشول؟ ځواب دا دی، چې د افغانستان له بې امنيتي سره د شوروي اتحاد د
آسيايي جمهوريتونو د سرحدونو د بې امنيتي او د شنو د اور د لمبو د خوځېدنې ګواښ د
سابقه شوروي قرغزيستان، قزاقستان، تاجکستان، اوزبکستان او تورکمنيستان ته هم
رامنځ ته شو، په افغانستان کې د خلکي او پرچمي شخړې او د مجاهدينو تاوده سنګرونه هم
د شوروي اتحاد لپاره ښې پلمې شوې، نو شوروي اتحاد بله لاره نه درلودله، ځکه يې په
افغانستان د سروپوځونو يرغل تر سره کړ او بکوف يې د افغانستان لاسپوڅی واکمن کړ، چې
د خلکو خبره په ټانګ يې سپور تر کابله راوست!
د ۱۹۷۹ ميلادي کال د ډيسامبر په ۲۷ نېټه د روسانو يرغل پر افغانستان وشو او د
۱۹۸۹ ميلادي کال د فبروري تر ۱۵ نېټه يې دوام وکړ، مګر روسانو ونشوی کولی چې د
افغانستان په جګړه کې بری تر لاسه کړي، نو اړ شول خپله ماته ومني او تېښته خپله
کړي، خو افغانان هم پخپلو کې جنګېدل او هم يې د سابقه اتحاد شوروي سرحدونه په لمبو
تاوده کړل، خو تر ټولو بد حالت د افغانستان په لاسپوڅې او له فساده ډکه اداره کې ؤ،
چې سابقه شوروي اتحاد يې په کونه کېناوه، چې اداري ضربه ورته افغاني کمونيستانو
ورکړه، اقتصادي او نظامي جرړه يې مجاهدينو په چرکي جنګونو وايستله.
دلته دوې پوښتنې رامنځ ته کېږي، يوه دا چې آيا روسيې د دې رښته درلوده چې د خپل
جيوپوليتيک غوښتنو سره د خپلو جنوبي سرحداتو دفاع وکړي؟ او بله بيا دا ده چې آيا
افغانانو د دې حق درلو چې د خپل هېواد د خپلواکي لپاره د روس په ضد جهاد وکړې؟ نو
په دواړ حالتونو کې به ځواب «هو!» وي، مګر درېيمه پوښتنه هم شته، هغه دا چې کوم ملک
د دې شرايط رامنځ ته کړل، چې په سيمه کې دغه ناورين رامنځ ته شي، نو ځواب يو دی! د
ثور سره غميزه…، موږ افغانانو په يو او بل ظلم شروع کړ، يو او بل مو په بېلا بېلو
نومونو ووژل، په افغانستان کې مو د سرو او شنو جنګ پيل کړ او د سيمې ټول چاپېريال
ملکونه مو د بې امنيتي له ګواښ سره مخامخ کړل. د ثور د غميزې په اړه خو روسان تر
ننه وايي، چې د دغه کودتا نه ډېر وروسته خبر شول او وايي، چې دغه کار د افغانانو وو
او وروسته يې د شوروي اتحاد لاسوهنو ته زمينه برابره کړه.
د افغانستان د غميزې پيل په ۱۹۷۸ ميلادي کال د کمونيستي او که ووايو د غويي
کودتا سره سمون لري او دغه غميزه دا دي له درييو لسيزو هم وواښته او پای يې لا نه
ليدل کېږي. د مجاهدينو په موده کې هم افغانستان په ملکلطوايفي واوښت، چې د
افغانستان ټولو ګاونديو ته يې د دې زمينه برابره کړه، چې د افغانستان په چارو کې
لاسوهنه وکړي، ځکه چې دغه ګاونډيو هېوادونو د خپل امنيت مخاطره يې په افغانستان کې
ليدله، نو د دغو ملکونو په ګټه وه، چې افغانان سره وجنګوي، چې د دوی ملکونه ترې
آرامه وي. پرته له هغې خو افغانانو د نړيوال اسلاميزېشن سوګند کړی وو، چې افغاني
مجاهدين د فلسطين، عراق، بوسنيا، فرغانې، چيچينيا، قفقاز او آذربايجان په جبهاتو کې
جنګېدل، نو د روسانو په ګټه هم دا وه، چې افغانان په افغانستان کې په ايتنيکي
ګروپونو ووېشي او په خپلو کې يې د پښتون، ازبک، تاجک، هزاره او داسې نور سره واچوي
او ويې جنګوي، چې د غه سناريو روسيې، ايران، پاکستان او اوزبکستان په ډېره ښه توګه
پلې هم کړه، خو قرباني يې افغانان شول او ملک هم د افغانانو وران شو.
د طالبانو په موده کې هم افغانستان د نړيوالو بنسټپالو مرکز وګرځېد چې په
سيمه کې يې د ايران، هندوستان او روسيې جيوپوليتيک احساسات راوپارول، چې افغانستان
له ټولو خواو تجريد شو او په سياسي بم بس کې ښکېل شو، خو د القاعده د غړو په ساتلو
يې د امريکايي يرغل لپاره هم زمينه مساعده کړه، چې دا دي د امريکايي تيري لسمه
کليزه پوره شوه، خو افغان ملت لا هم د لوږې، بې امنيتي او اداري فساده سره لاس او
ګرېوان دی.
افغانستان هغه مملکت دی، چې د خپلې بې اتفاقي او بې کيفيتي له لاسه يې د
امريکايانو له موجوديت سره د آسيا ټولې سيمې ته يو لوی ګواښ رامنځ ته کړی، نو طبيعي
خبره ده، چې د سيمې ملکونه دې ته اړ دي، چې د امريکايانو څخه د خپلو ملکونو د ساتلو
لپاره له نورو ملکونو سره لاس يو کړي چې ښه بېلګه يې د ايران او روسيې، د پاکستان
او چين همکاري ده. د نړيوال کنټرول لپاره بيا روسيه او چين هڅه کوي له هندوستان سره
يو ځای د امريکا په ضد په سيمه کې يو نوی نظامي اتحاد رامنځ ته کړي، خو د افغانستان
به څه حال وي، نو يو خدای پوهېږي.
امريکا زموږ ګاونډی مملکت نه دی، څرنګه چې روسانو پر افغانستان يرغل کړی وو، نو
همدارنګ امريکايانو هم پر افغانستان تيری کړی دی، نو د هغه مهال او اوسمهال اشغال
کوم توپير نه لري. مګر په سيمه کې د امريکايانو شتون افغانستان د آسيايي ملکونو د
ګواښونو مرکز کرځولی، چې پايله يې په افغانستان کې تلپاتې جګړه ده، چې لکه
ناسور زموږ ټولنه خوري او له منځه يې وړي.
په افغانستان کې د دې هڅه کېږی، چې هندوستان ته ځان نېږدې کړي او له بل پلوه
امريکا ته د نظامي اډو ژمنه وکړي، چې په هندوستان پاکستان پاروي او په امريکا هم
ايران او منځنۍ آسيا يعنې روسيه، چې له دغو ملکونو سره افغانستان له ۴۰۰۰ کيلومترو
ډېره ګډه پوله لري او له پاکستان سره خو لا د ډيورند کرښه هم لکه ناسور پاتې ده، نو
دغه ټول شرايط د دې سبب ګرځي چې په افغانستان کې جګړه يو تلپاتې بهير خپل کړي.
په داسې له ستونزو ډک حالت کې افغانان څه وکړي، چې د دغو سيمه ييز او نړيوالو
سازشونو ځان خلاص کړي او خپلو خلکو ته يو هوسا افغانستان ورپه برخه کړي. دغه موخې
ته د رسېدلو لپاره افغانان يو ملي دريځ ته اړتيا لري، چې بنسټ يې افغانپالنه وي، نه
قومپالنه. د پښتنو او نورو قومونو تر منځ د پوهاوي او زغم پياوړتيا او د اعتماد
چاپېريال دی او له ګاونډيو سره د سم سلوک امکانات رامنځ ته کول دي.
نن سبا ايران او امريکا له يو او بل سره ښکر په ښکر شوي دي او د دې ډېر امکانات
شته چې په سيمه کې نړيواله جګړه رامنځ ته شي. امريکايان په دې پوهېږي، چې د ايران
اتومي رييکټرونه د ايران په ټوله خاوره کې خپاره دي او د اسراييلو په يوه هواي حمله
کې نه شي کېدلی چې د ايران اتومي مرکزونه له منځه لاړ شي، خو امريکايان کولی شي په
غير اتومي بمونو او راکټونو د ايران تر لسو زرو ډېرو نظامي مرکزونو په يوه شپه کې
حمله وکړي، چې په داسې حالت کې به ټول ايران د اور په سکروټو واوړي، چې په يوه شپه
کې د دوو ميليونو ايرانيانو د مړينې ګواښ هم ورسره مل دی، نو کله چې افغانستان د
ايران دوښمن ته په خپل ټټر کې ځای ورکوي، نو ايران افغانستان ته د ګولونو ګېډۍ
راولېږي او که د امريکايانو ضد جبهه په افغانستان کې پياوړې کړي او خپل کلتوري يرغل
تر سره کړي!
ډېر افغانان نن سبا د ايران لخوا د امريکا د يوې نيول شوې يا ويشتل شوې نظامي
الوتکې پېښې تر بحث لاندې نيولې دي، چې ګواکې ايران ډېر قوي نظامي الکترونيکي سيستم
لري او د امريکا داسې د نوي تخنيک الوتکه يې په خپله خاوره کې ښکته کړې ده، خو داسې
هم ويل کېږي، چې دغه الوتکه بيا ايران په لوړه بيه په چين پلورلې ده، ځکه چې ايران
د دغه نوې تکنالوژي د څېړنو لپاره تخنيکي امکانات نه لري.
په افغانستان، ايران او پاکستان کې د سيمې د بربادي هلې ځلې روانې دي. افغانستان
د ۳۰ ميليونو په نفوس تر ۷ ميليونو مهاجرين درلودل، که په ايران يرغل وشي، نو د ۸۰
ميليونو له نفوسه يې چې ۱۰ ميليونه بې ځايه شي، نو په سيمه کې به داسې د لوږې او بې
امنيتي حالت رامنځ ته شي، چې پايله به يې د ټولې سيمې لپاره وژونکې وي او که په
پاکستان کې ټولنيزې نا انډولتياوې رامنځ ته شوې نو له ۱۸۰ ميليونو خلکو هرومرو ۳۰
ميليونه په افغانستان ننوځي، نو بيا به سيمه څه کوي، هېڅوک هم نه پوهېږي.
پايله
د افغانستان جيوپوليتيک موقعيت د دې امکانات رامنځ ته کوي، چې له نړيوالو
ځبرځواکونو سره د تفاهم لاره خپله کړو، په افغانستان کې د امنيت تضمين ترې وغواړو
او په سيمه کې په اقتصادي چارو کې افغانستان ته مرکزي او غوره رول تر لاسه کړو. د
سيمه ييزو اړيکو سره سم افغانستان د منځنۍ آسيا او د هندو-چين تر منځ يوه
لویه ترانزيتي لاره وګرځي او د سمې اقتصادي ودې لپاره په افغانستان کې د توليدي
پرمختګونو بنسټونه کېښودل شي، چې افغانستان يو خوداکتفا مملکت شي. دغو موخو ته د
رسېدو لپاره له سيمې د امريکايانو وتل حتمي دي او په افغانانو کې د يووالي روحيه او
هېوادپالنه اړين اړخونه د هوسا ټولنيز ژوند او تخنيکي پرمختګ دي. ديني مناسک او
عبادت بايد لکه تبليغيان په کوڅو کې تر سره نه شي، برعکس د عبادت لپاره جوماتونه
شته، ، تکيه خانې شته، ديني مرکزونه شته او د هندوانو لپاره درمسالونه، د عيسويانو
لپاره کليسا او د یهودانو لپاره سېناګوګ شته، نو د ښار په کوڅو کې ځانونه وهل او
ټکول، د افغانستان د نورو مذهبي فرقو احساسات او کرکه راپاروي، چې پايله يې هغه څه
دي، چې په ابوفضل کې تر سره شول!
په درنښت
دغه دوه فلمونه هم وګوری، چې د موضوع په حساسيت مو سر خلاص شي!