کور / اسلامي / اسلامي بانکونه ترټولوغوره خدمتونه وړاندې کوي

اسلامي بانکونه ترټولوغوره خدمتونه وړاندې کوي

تاج محمد تمکین

ددې خبرې نه خوهیڅ انکار نشي کیدلای چې په وروستیووختونو کې دسودي بانکي سیستم له امله ډیری شمیر بانکونه دافلاس اوزیان سره مخ شوي دي اواوس هغوی هم په دې قانع شوي چې په رښتیاسره هم داسلامي بانکداري پرانسیپونه هم دمشتري اوهم دبانک لپاره ګټور تمامیږي.راځۍ چې په دې وغږیږو چې اسلامي بانکي سیستم په عمومي ډول کوم خدمات وړاندې کوي.دسپما حساب:دسپما دحساب خدمات مشتریانوته داسلامي بانک له لوري پرته دکوم لګښت څخه وړاندې کیږي.هيڅ سود او يا ګټه نه وركوي مګر په بيرته وركوونه كې ځني بانكونه يو خاص امتياز شايد وركړي پيسي اچونكې ته تر څو دوي وهڅول شي لکه دمثال په ډول ديوي وړي پروژي تمويلول او يا ځني ډالۍ وركول ،او دا هغو كسانو ته وركول كوم چه زياته سپما كوي او داسود نه ګڼل كېږي ځكه له مخكې ټاکل شوي ندي او دبانك په خوښه پوري اړه لري چه وركوي يي او كه نه او كه وركوي يي څومره وركوي؟ ددي دجواز دليل دنبي كريم صلى الله(ج) عليه وسلم (ص)يو حديث دي : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ الله(ج) عَنْهُ قَالَ كَانَ لِرَجُلٍ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سِنٌّ مِنْ الْإِبِلِ فَجَاءَهُ يَتَقَاضَاهُ فَقَالَ أَعْطُوهُ فَطَلَبُوا سِنَّهُ فَلَمْ يَجِدُوا لَهُ إِلَّا سِنًّا فَوْقَهَا فَقَالَ أَعْطُوهُ فَقَالَ أَوْفَيْتَنِي أَوْفَى الله بِكَ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ خِيَارَكُمْ أَحْسَنُكُمْ قَضَاءً ( ) ترجمه: له ابي هريرة رضى الله عنه څخه روايت دى وايي: د يو سړي په نبي كريم صلى الله عليه وسلم اوښ پور ؤ، نو راغى د خپل پور غوښتنه يې كوله، نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل ورته وريې كړۍ، صحابوو رضى الله تعالى عنهم يې اوښ ولټاوه ويې نه موند، بلكې له هغه نه يې ښه وموند، نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل ورته وريې كړۍ، هغه سړي وويل زما حق دې پوره راكړ، الله پاك دې ستا حق پوره دركړي، نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: بيشكه ستاسې غوره ستاسې غوره راكړه وركړه كوونكى دى.ددغه پورته حديث څخه څرګنديږي چه دا زيادت سود نه بلکه د احسان په معني دي اواحسان ګڼل كېږي.
روان یاجاري حساب:ددې حساب توپیر دنوروبانکونوسره دادي چه بانک دمشتري څخه رایه معلوموي چې پیسې یې په نوروبانکي فعالیتونوکې کارولی شي اوکنه.بانك په دي باندي كومه ګټه یا اضافي پیسې نه وركوي اويواځي دساتني دنده لري اوددغه پیسوخاوند هر وخت كولي شي چه ددهغه بانكې حساب څخه پيسي وباسي، بانك ددغه بانكې حساب ضامن دي اومشتري ته په دې هکله بشپړ ډاډورکوي چې هروخت کولای شي چې پیسې دخپل حساب څخه وباسي.
دپانګونې حساب:داحساب په اصل کې بانك ته پيسي وركول دي چه ويي كاروي وكالتاّ دده له اړخه په بنياد دمضاربه چه پسي وركونكې صاحب دمال(رب المال) او بانك په دي صورت كې منيجر(مضارب)يا وكېل دي دا پيسي بانك ته په دي شرط وركول كېږي چه ګټه او تاوان به شريك وي او دګټي حصه له وړاندي تعين كېږي په مابين د بانك او پيسي وركونكې تر مينځ .لكه څرنګه چه مخكې مووويل چه دګټي د ويش اندازه كوم چه ددغو پسيو دكاروني په و سيله سره مينځ ته را ځي ددوه اړخيزي موافقي په اساس ويشل كېږي نو ځكه له مخكې څخه بانك نشي كولي چه ووايي چه پسي اچونكې ته به څومره ګټه وركوي مثلّ لس زره، شل زره ….بلكې يواځي فيصدي يي تعين كېږي لكه ۶۰% دګټي پيسي وركونكې ته او پاتي ۴۰% به دبانك بر خه وي هغه هم په هغه صورت کې چې بانک ګټه وکړي اودتاوان یازیان معامله هم ورسره په همدغه شان معلوموي لکه په اوس وخت کې په افغانستان کې غضنفر بانک داحساب لري
دپیسولیږدول له یوځآی څخه بل ځای ته:اسلامي بانك دنورو بانكونو په شان دپيسو په ليږدونه كې ديوه ځاي څخه بل ځاي ته مرسته كوي او ددي خدمت په بدل كې كميشن (اجوره)اخلي او همدارنګه د تجارت په كولوكې له تجار سره مرسته كوي او ددي په بدل كې هم يو اندازه مزد اخلي چه داشر عاّ جواز لري اوله دې طریقه بانک ته عایدلاسته راځی اومشتري په ډاډه ډول خپلې پیسې اصل ځای ته رسوي.
1. دقرضې حسنې حساب:
بانک پرته دمضاربت څخه په قرض هم سرمايه لاسته راوړلۍ شي. معمولاًً بانک بايد دخلکو امانت وانخلي او که کله څوک امانت ورسره کيږدي نو هغه دې په قرض تبديل کړي ځکه دامانت څخه څوک استفاده نه شي کولاى او دتلف کيدو په صورت کې امانت دار هم مسئول نه دي نو دواړو ته گټه اوفايده رسيږي هغه داده جې بانک هغه امانت په قرص تبديل کړي يو طرف ته به بانک دهغې څخه استفاده وکړي او بل لوري ته به امانت هم دضايع کيدو څخه وساتل شي. په قرضې سرمايه کې چې که گټه راځي او که تاوان هغه دبانک دحصه دارانو ترمنځ شريکه ده کومو کسانو چې دبانک سره په مضاربت باندې سرمايه نده ايښې هغوى دقرض په معامله کې هيڅ ګډون نلري که گټه راغله او که تاوان هغه به دبانک وي. بانک جې کله دچا څخه پور اخلي نو هغه شخص هر وخت آزاد دۍ چې بيرته خپل پور واخلي او هغوى ته به چيک بوک ورکوي چې کله غواړي خپله سرمايه ويستلاى شي. داکار اوسني بانکونه هم کوي . په قرض باندې بانک دچا څخه اجرت، فيس او کميشن نشي غوښتلاي. بانک داکار هم کوي چې يو جلا احتياطي بويجه وساتي چې کله ورته ضرورت شي نو دهغې څخه بيا کار اخلي او داجلا او پټه بوديجه دبانک دحصه دارانو دګټې او نفع څخه جوړوي کله چې گټه راشي ټوله گټه نه تقسيميږي بلکې دهغې څه برخه په هماغه بوديجې کې اچوي. چې داکار دبانک لپاره ډيره ضروري او مهم دى او دضرورت په وخت کې به ددې څخه ګټه اخلي اوداکار بانک ته یوډاډ هم ورکوي اوپه ډاډه ډول خپلې کړنې پر مخ بیایي.