د ملي امنيت ٥ تنه غلچکي بريد کوونکي نيولي دي

د لراوبر اداره | دسمبر 14th, 2011


د کندهار د ملي امنيت منسوبينو د تيري اوونۍ په اوږدو کي د عملياتو پرمهال پنځه تنه وسلوال چي پر دولت او امنيتي ځواکونو يې وسلوال غلچکي بريدنه کول نيولي دي.


دغه پنځه تنه د کندهار په ميوند او شاوليکوټ  ولسواليو کي نيول سوي او هلته يې د افغان ملي امنيتي او نړيوالو ځواکونو پر ضد ترورستي فعاليتونه مخته وړل.


نيول سوي کسان نن د کندهار د ملي امنيت په رياست کي رسنيو ته وښوودل سول او هر يوه يې په خپل وار سره د رسنيو سره د خبرو پرمهال پر خپل جرم اعتراف وکړ او له دولته يې غوښتنه کول چي تر تېر دي ور تېر سي.


د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخي نيول سوو کسانو په ميوند او شاوليکوټ ولسواليو کي په ډېرى سړک غاړي بمي چاودنو، وژنو، ترورونو او وسلوالو نښتو کي لاس لاره چي بلاخره د ملي امنيت رياست د منسوبينو لخوا ونيول سول.


ددې رياست منسوبينو هيله څرګنده کړه چي ددې کسانو په نيوني سره به اوس د يادي ولسوالۍ امنيتي حالت نور هم پسي ښه سي او خلک به ددغه ډول مغرضو اشخاصو له ترورستي فعاليتونو څخه بېغم سي.

Copyright Larawbar 2007-2024