د کابل ولایت د انکشافي کمیټې سره د پنځه عرادو های لکس موټرو مرسته وشوه.
رحيم ګل څاروان
دغه مرسته چې د امریکا د متحده ایالاتو لخوا ترسه شوه له امله به ئې د کابل ولایت د انکشافي کمیټې په چارو کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي.
د موټرونو د سپارلو په مراسمو کې کابل والي احمدالله علیزی د امریکا د متحده ایالاتو له همیشنیو مرستو څخه په مننې وویل چې اوس به مونږ وکولای شو چې د کابل په ولایت کې له روانو انکشافي پروژو څخه به په خپل وخت کتنه او نظارت وکړو او هیله مند یم چې د پروژو په کیفیت کې به ښه والی راشي، نوموړې له نورو مرسته کوونکو ادارو څخه هم غوښتنه وکړه چې د کابل ولایت له مقام سره خپلې مرستې زیاتې کړي ترڅو وکولای شو چې ددې ولایت د شریفو خلکو ستونزو ته رسیده ګي وکړو.
د یاده ولو وړ ده چې د کابل ولایت انکشافي کمیټه د یوڅه ځنډ څخه وروسته د روان لمریز کال له پیله د ښاغلې احمدالله علیزی په راتګ فعاله او اوس ئې ټولې کاري کمیټې له مرسته کوونکو ادارو سره ټینګه کاري همغږي لري.