افغان – ایران ښوونځي په کابل کې جوړیږي

رحيم ګل څاروان | دسمبر 14th, 2011


د پوهنې وزارت وايي په کابل کې یې نن د چهار شنبې په ورځ د افغان ایران د ښوونځي د جوړېدو د بنسټ ډبره اېښې ده.
لر او بر ویبپاڼې ته ددې وزارت له لوري په لېږل شوې خبرپاڼه کې چې ایران یې دوست او ورور هیواد بللی راغلي، دا ښوونځی د هغه تفاهم لیک چې له ایران سره د سږني کال د سرطان په میاشت کې د علمي، روزنیزو او فرهنګي مرستو اړونده لاسلیک شوی ترسره کیږي.
خبرپاڼه وايي : د ایران اسلامی جمهوریت ددی تفاهم لیک سره سم ژمنه کړی چې په کابل، جلال آباد، مزار شریف، بامیان او قندهار کی پنځه ښوونځي جوړ کړی.

دغه راز د ایران اسلامی جمهوریت د فنی – حرفوی (تخنیکی او مسلکی) هنرستان په ګډون د څلورو ښوونځیو او د پوهنې وزارت له خوا په پیشنهاد شوو ولایتونو کی د ځلانده استعدادونو د دری ښوونځیو د جوړولو او برابرولو تیاری اعلاموی، چی د افغانستان د پوهنې وزارت د ځمکی او ځای د برابرولو په باب ورسره ژمنه کړیده.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د پوهنې وزارت د دوست او ورور هیواد د ایران د اسلامی جمهوریت د دوامدارو مرستو چی په هیواد کی یی د یو با انډوله او معیاری روزنیز نظام په جوړولو کی یی کړیده، مننه کوی.

Copyright Larawbar 2007-2024