کور / شعر / پښتــــــــوژبــــه

پښتــــــــوژبــــه

پښتــــــــوژبــــه
مـــورمي ما تــــه پښتـــوژبه ده ښـــــود لې
لا مــــا شــــوم وم ما خبري پــــه کــــــولې
په خال پـــوڅوشوم  روان د پښتو کورتــــه
په ګونګۍ ژبه ورتـــــلم د  پښتو لــور تــــه
زما د ژبي قـــلم مخ پـر غـــــوړیـــــد و شو
تکلم مي د هــرشي په پــــــــــوهـــید و شــو
ما شروع کړی لیک او لوست په پښتو ژبـه
ځکـه اوس راتـــــــه افـضله  خپلـــه ژبــــه
د پښتو ژبي ویـــــا ړ مي پــــــه نصیب دی
فــــــــکر کـــــړمه مهربان راتـه حبیب دی
۰۰۰۰۰۰
چي مي زړه تـــه پښتو ژبــه را ډ یـوه شوه
دوجـــــود په هر سلول کښي مي خپره شوه
سر مي جــــار اولاد مي جار تر پښتو ژبي
زما ترمرګه پر زړګي مي نــــوشته شـــوه
مـا چي ما لګـــه ده څکـــلې د څـــو ژبــــو
په خوندونو کي پښتو راتـــه خوږه شـــــوه
سر تر پا یه د ه کا مله په خپـــل تــوان کي
ځکه ما تـــــه د خپل مور په مرتبه شــــوه
په لوستلو د کتاب کښي یې لـــــــذ ت شته
افــــتخار یې د با با نیکه شـــمله شـــــــوه
که څوک ستا په ارزښتونو پــوره پوه شي
ډ یربا ور دی تا ریکه ځني ګـــــوښه شوه
د جهـــــان په تمـــد ن کي ځان سمبال کړه
ستا په زده کـــړه پښتو ژبــه معجزه شــوه
ژبـــــه هـــم پـــه علمیت پــــوري تـــړلې
علمیت که ځــــلـــوې  ښــــــه وسیله شـوه
۰۰۰۰۰۰۰
زه پـــوهیږم  تــــــه کړيــږې ښــــــه پریما نه
پــــــه خپل وس باندي ځوریږې ښه پــریما نه
تــــــل پرتــا د  د ښمنا نـــوسترګي سـرې دي
هــــــــره ورځ د ظـــــــا لــما نـو د سیسې دي
پـــــــه تاریخ کي ښه څــرګنـد ه دا بیــــان دی
ســــل په ســـل کي مــــي دا فکرداګــمــان دی
د لستــوڼي ماران هــــم شتـــه پـــــه بغـــل کي
ډ لــه ډ لـــــه د تهمــــــت وي په د رشــــل کي
تا تـه نا ست دي د ښمنا ن بیا پــــــه خــــزه کي
چي ته ورانه  د وی  بـه ګرځي پـــــه مـــزه کي
ای پښتونه غیرتمنده په خبرو نــــه شــــل کیږي
په عمل کي فکروکړه سوال په ډله ښه حـل کیږي
خیري وبا سی د زړو نه دعـــقدې خبري پریږده
اسا سي خبري نوري د ګــــیلې خبري پــــريږده
د قـد رت خا ونـــــدان پـــام نکـــړي وتــا تــــه
خپل مقــــام په تا سا تي نــه ګــوري شــا تـــــه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
هــــرپښتون چي په پښتو ژبه هــــو وکړي
خپل د سرپـــــه قـرباني هغه پـــوره ګــړي
په پښتو دهـو ویـــل قـــــوي قــــــا نون دی
نــــذ یر نشته پرجهان که یې پـــرتله کــړي
کا کـــړي پښتـــــــو خــو نوره هـــم غښتـلې
که څوک غواړي یو وار بیا دې تجربه کړي
چاچي کــــړې وي پښتــو په یـــو مطلب کي
مطلب سر ته رسوي یا مــرګ پرده کــــړي
نـن چي هــر پښتون مین پـــر خپل پښتو دی
د با با میـراث دي سترګــوتـــــه رانجه کړي
۰۰۰۰۰۰۰
زما ژبه چي پښتــو وي زه پښتــــون یـــم
که مي ژوند پر ختمید و وي زه پښتون یم
سپــــلنئ تـــر خپــــلي ژبي او پښتـــو سم
که مي لار پر هـــد یرو وي زه پښتون يم
۰۰۰۰۰۰۰
افغا ني ځوانان په تـا با ند ي ویــــا ړیږي
پښتنې پیغـلې  مـــلالي را  یا د یـــــــــږي
تاریـخ مـوږ تــه ښه څـرګنـده راښـــود لې
د پښتوتـــــــر نا مـــه ویني قــــربا نيـــــږي
۰۰۰۰۰۰۰
اوس اظهار د پښتو کــیږي پــه جهــــان کي
عمــــلي پیژنـــد ل کـــیږي پـــه بیـــا ن کـي
ضرورت سته پښتا نــه په خپـــله پــــوه شي
څرګند رول یې را ښکاریږي په ښه شان کي
۰۰۰۰۰۰
د ښمنــــا نو ته څــــرګنده ښــــــــه پیغام دی
د پښتــــــــوژبــــه پخه کـه ورتــــــه پام دی
نا مرا د ه هــــلي ځــــلي بــــې فا یـــدې دي
په وروري کي تهمت مه کـــوه الــــــزام دی
۰۰۰۰
هدایت موږ ته راکړی سید جمال الدين افغان دی
پردی ژبه زده کول یو ښه کما ل د ده بیـا ن د ی
خپـــــــــله ژبــــه هــــیـرول بی کـــما لــــي د ه
پــــورته اوره که دي ډ یر بــــــا ور په ځان دی
۰۰۰۰۰۰
پښتنو کـــــور مو ا با د نــن پـــــــــه پښتو کــــړی
غــلیما ن غواړي جوړ شوی کــور دي وران کړي
نــن د چــــا ل اوچـــا ل با زی خـــــبري ډ یـــري
که لاس برشي تا په ځا ن پـــــوري حیـــران کـړي
سیــــــــا سي تجــــا ران ستــــا نـــا رې وهي تـــــل
په خیرن زړه خـــــرڅـــول دي په یـــو آ ن کــــړي
خپـــــل دلاســـــه هـــــمیشه په زړه زخــــمي یــــې
په پیسو دي خــــرڅوي کا ر د نا ځــــوان کـــــــړي
خپـــلــــه ژبـــه دي ســـــــا تـــه بیــــداره  اوســــه
پښــــتو ژبه  بــه دي لـــوړنـــــا م اونـــښا ن  کـړي
تجــربې را ته ښود لې  د ښمــنا ن د ژبي څـوک دی
ستــــه نا وړه پلانونه د پښتون فرهنګ ویــران کړي
د پښتون یوه پښتو ده چي تر مــرګــه پــــر ولاړ وي
امانزی چي پښتو غواړي خپل وجودبه ترقربان کړي
 ناروي ۲۵مارچ ۲۰۱۱