هلمند ته ورغلي پلاوي د چارواکو پرمختګونه وستايل
د ولسي جرگې اومشرانوجرگې يوشميرغړوپه هلمند كې ترسره شوي پرمختگونه وستايل

د ولسي جرگې اومشرانوجرگې دغه گډ ۱۵كسيزپلاوي چې پكې عبدالودود پوپل،شيخ نعمت الله غفاري،حبيبه سادات،نسيمه نيازى،ميرولي خان،نادرخان كټوازى،گل پاچا مجيدي،انجنيرمحمد ابراهيم غښتلى،محمد عالم ايزديار،مولوي عبدالولي راجع،ډاكتربشيراحمد صميم،حجت الاسلام خالقداد بلاغي،مولوي محمودا نشجو،نعمت الله پوپل اوعبدالاحد سلطانزوى گډون درلود د دوشنبې په ورځ يې هلمند ته د خپل سفرپه ترڅ كې د هلمند له والي محمد گلاب منگل،امنيتي مسؤلينواودناټوځواكونوله استازوسره وكتل.
په دې كتنه كې ددې پلاوي غړوپه هلمند كې ترسره شوي پرمختگونه وستايل اوپه دې ولايت كې يې له ناټوځواكونوڅخه افغان ځواكونوته د امنيتي مسؤليتونود ليږد د لړى ملاتړوكړ.
ددې پلاوي په استازيتوب د مشرانوجرگې لومړي نايب محمد عالم ايزدياروويل چې دې ولايت ته يې د سفرموخه په دې ولايت كې د روانوحالاتوجاج اخيستل اوددې ترڅنگ په امنيتي اونوروبرخوكې د ترسره شويوپرمختگونوپه اړه خبرې اومشورې كول دي.
د نوموړي په وينا له دې سره سره چې په تيرودريوكلونوكې په دې ولايت كې د امنيت اوبيا رغونې په برخه كې د پام وړپرمختگونه رامنځ ته شوي بلكې د نيشيي توكوپه كركيله كې هم كموالى راغلى دى.
نوموړي هيله څرگنده كړه چې دا مهال په دې ولايت كې د امنيتي ځواكونوترمنځ ښه همغږي شتون لري چې همدا همغږي به په دې ولايت كې د نوروپرمختگونولامل هم شي.
دغه پلاوي په لښكرگاه كې له ځينوتاريخي سيمواوددې ولايت له مارجې اونادعلي ولسواليوڅخه هم ليدنه وكړه.