دنادولتي موسيسې شپږ تنه کارکوونکي وتښتول سوه

رفيع الله مندوخېل | دسمبر 14th, 2011


نامعلومه وسله والودپښين له سرحدي سيمې کوټ برشورديوه نادولتي اورګان بي آراېس پي شپږتنه کارکوونکي تښتولي دي .
پېښه هغه مهال رامينځته سوه، چي کله دموسيسې کارکوونکي مقبول احمد، بشيراحمد، الطاف، مجيب الرحمن، نعمت الله اوداؤدشاه دکارځاي ته په موټرکي روان وو، چي نامعلومه وسله والوددوي موټرودرولی اودوي يې له موټرسره وتښتول .
دسيمې امنيتي ځواکونودپښين، کوټې اوږوب په سيموکي دپلټنې عملیات پيل کړی دي . ترڅو تښتول سوي کارکوونکي دوسله والو له منګولو خلاص کړي .
خوتر اوسه دا نه ده معلومه چي دغه کارکوونکي چا او چیرته تښتولي دي .

رفيع الله مندوخېل
ملفون : ۰۰۹۲۳۰۰۳۹۳۷۶۲۸
rafiullah.mandokhail@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024