د افغان ايران ښوونځيو د بنسټ ډبره کښېښوول سوه

د لراوبر اداره | دسمبر 14th, 2011


 د پوهنې د وزارت وايي چي د افغانستان او  ایران  ترمنځ د علمی، پوهنيزو او کلتوري مرستو د تفاهم لیک پر بنسټ چې په ۱۱ / ۴ / ۱۳۹۰ کی لاسلیک شوی و،  نن د افغان – ایران د ښوونځی د بنسټ ډبره کيښودل شوه.


ايران په افغانستان کي ددغه تړون پر اساس  په کابل، جلال آباد، مزار شریف، بامیان او قندهار کی پنځه ښوونځي جوړوي چي افغان ايران ښوونځي به نوميږي .


لراوبر ته د پوهنی وزارت څخه په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چی دغه راز د ایران اسلامی جمهوریت د فنی – حرفوی (تخنیکی او مسلکی) هنرستان په ګډون د څلورو ښوونځیو او د پوهنې وزارت له خوا په پیشنهاد شوو ولایتونو کی د ځلانده استعدادونو د ۳ ښوونځیو د جوړولو او برابرولو تیاری اعلاموی، چی د افغانستان د پوهنې وزارت د ځمکی او ځای د برابرولو په باب ورسره ژمنه کړیده.


د پوهني وزارت په دې اړه خپره سوې خبرپاڼه کي ايران ته د دوست او ورور القاب استعمال کړي او له دې امله يې له ايران څخه مننه کړېده .


تر دې مخکي ترکيې د طالبانو د امارت له مهاله په افغانستان کي د افغان ترک په نامه په ځينو لويو ښارونو کي ښوونځی درلودې چي تر دوولسم ټولګي پوري يې په لوړ معيار د پوهني اسانتياوي وړاندي کولې خو ځيني کارپوهان چي ايران په افغانستان کي په کلتوری يرغل تورنوي دايران سره دداسي يوه قرارداد لاسليک ته د شک په سترګه ګوري .


د يادوني وړ ده چي ايران د افغانستان په ملکي او دولتي چارو کي تر دې کچي نفوذ لري چي لوړ پوړو دولتي چارواکو ته د نغدو پيسو او مخالفو وسله والو ګروپونو ته د وسلو ورکولو اسناد او شواهد يې له کورنيو او نړيوالو رسنيو خپاره سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024