د سولي عالي شورا ته نوی مشر ټاکل کيږي

د لراوبر اداره | دسمبر 14th, 2011


د سولي عالي شورا لپاره دنوي مشر ټاکلو پر سر ددې شورا د غړو او ولسمشر حامد کرزي تر منځ خبري اتري رواني دي ، تر هغه وروسته چي ددې شورا مشر او جمعيت ګوند مشر برهان الدين رباني په خپل کور کي ظاهراً د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کي ووژل سو د طالبانو سره دسولي خبري اتري په ټپه ودرېدلې ، ولسمشر کرزي د برهان الدين رباني د مړيني په مراسمو کي ويلي وه چي تر دې وروسته به د طالبانو پر ځای د پاکستان سره د طالبانو سره د سولي خبرو پروسه مخته وړي .
د يادوني وړ ده چي پاکستان هم په وار – وار دا خبره کړېده چي په افغانستان کي سوله د دوی د مداخلې څخه پرته ناشونې ده .


د کارپوهانو په وينا د سولي عالي شورا لپاره د نوي مشر ټاکلو هڅي د پاکستان او طالبانو سره د سولي خبرو بيا پيل کېدو معنا لري .

Copyright Larawbar 2007-2024