چارواکي: حکومت پخلا شویو وسله والومخالفینو ته کار ورکوي
د سولی عالی شورا کمیټي په بغلان ولایت کي یوسله پنځوس تنه وسله والو طالبانو سره، چې د سولی له پروسی سره یوځای شوی نغدی مرسته وکړه.
د بغلان ولایت د سولی د عالی شورا مشر عبدالصمد ستانکزی نن خبریالانو ته وویل، هغه وسله وال مخالفین چی وسلی یی پر ځمکه ایښی د افغان حکومت لخوا ورته د کار زمینه برابره شوي، او نورو ته د کار ورکولو په لټه کی دی.
ویل کیږي،چی ددی تسلیم شوی ډلی قوماندان ته یی لس زره افغانۍ او پلویانو ته یی پنځه زره افغانۍ مرسته کړي.