د کندهار په لومړۍ ناحيه کي روزنتون جوړ سو

عطاالله محمدي | اگست 14th, 2012


کندهار افغانستان- د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې اړوند په چوڼۍ سيمه کي د ابوبکر په نوم د کوچنيانو د روزني په موخه يو روزنتون جوړ او نن د مرستيال والي او ښاروال لخوا پرانستل سو.
دغه روزنتون چي د امريکا د نظامي پوځ لخوا يوسلو دو ديرش زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ سوي دکندهار سرپرست والي عبدالقديم پتيال او کندهار ښاروال محمد عمر عمر لخوا د پټي په پرېکولو سره ګټي اخيستني ته وسپارل سوو.
ښاروال عمر، عمر وايې چي دغه رونتون په څوارلس سوه متره مربع مځکه کي جوړ سوي چي ځمکه د ښاروالي لخوا ورکول سوې ده.
نوموړى وايې چي دغه روزنتون وروسته له هغه د امريکا د نظامي ځواکونو لخوا جوړيږي کله چي په سيمه کي د ايساف ځواکونو لخوا په خطا کي يو کوچني هلک په ډزو ولګيد او ووژل سووچي وروسته د وژل سوي هلک د پلار په غوښتنه په دغه سيمه کي د ابوبکر په نوم دکوچنيانو د روزني لپاره روزنتون جوړ سوو.

Copyright Larawbar 2007-2024