کور / تازه خبرونه / دپکتیا دچمنکاني ولسوالۍ دیوه مامورموټر دسړک غاړي پرښخ سوي ماین وختئ

دپکتیا دچمنکاني ولسوالۍ دیوه مامورموټر دسړک غاړي پرښخ سوي ماین وختئ

باوري سرچینو تائید کړه چي د روان کال داګسټ پریولسمه نېټه، دپکتیا دچمنکاني ولسوالۍ دیوه مامورموټر دسړک غاړي پرښخ سوي ماین هغه مهال وختئ کله چي دیادي ولسوالۍ دنوزي سیمې ته یې سفرکاوه. په یاده پېښه کي نوموړی مامور اودهغه زوی دواړه له منځه تللي دي.
داپه ۲۰۱۲ کي دوهمه پېښه ده چي دپکتیا په چمنکاني کي رامنځ ته کیږي. وسله والو طالبانو تر دې مهال دپيښي دمسؤلیت اخیستلو په اړه څه نه دي ویلي.