په کندوز کي پر يوې ۱۷ کلني نجلۍ جنسي تيرئ سوئ دی
د کندوز ولایت د ښځوچارورریاست مسوولین وایې چې د ذکیه په نوم یوه اولس کلنه انجلې د فرید نومې په نوم یوځوان له لورې وروسته له هغې دجنسې تیرې ښکارشوه کله چې هغه یې پخپل کورکې ساتله.
د کندوز ولایت د ښځوچاروریاست د پيښې لامل د کوژدی په اړه د انجلې نارضایت په ګوته کوي دغه مسوولین زیاتوی چې یاده پیښه دخان آباد ولسوالې په بخارې بندرسیمه کې په داسې حال کې رامنځته شوی کله چې ذکیه یو۴۵کلن سړي ته کوژده شوي وه چې وروسته بیا انجلې دیوکس لخوا تښتول شوی اوورباندي جنسې تیري شویدی.
ذکې د کورنۍ غړي له دولت اود ښځو د حقونو خوندیتوب بنسټونوڅخه غواړې چې د پيښې عاملین دی ژرترژره ونیسې اوعدلې اوقضايې ارګانونو ته دی وپيژنې.
ذکیه چې دغلام نبې لورده اولس کلنه اود څلورم ټولګې زده کوونکې ده. ذکیه وایې « دریبارې پرمهال مې یوازې د هغه محض انځورلیدلې ووهغې ماته دځوانې انځور ښوولې ووخوکله چې مې له نږدی ولید هغه سپین ږیرې اود ۴۵ کلنوپه منګ ووخوسره له دی مې تحمل وکړخو بیا وروسته خبره شوم چې نوموړې خپله پخوانې میرمن د ټوپک د ګولې په وسیله وژلې ده بیا زه دیته اړشوم چې له فرید سره وتښتم چې وروسته دهغه له لورې پرماجنسې تیري وشو. »
همدارنګه ذکیه زیاتوی چې د فرید په نوم ځوان ورسره ژمنه کړی وه چې په شرعې نکاح به یې اخلې خوښکارې چې دوکه یې ورسره شویده.
د ذکې پلارغلام نبې وایې تیرې کوونکې فرید زما لورته دوکه ورکړئ ځکه زما لور يې دتخار په بندرکې په مجهول برخلیک کې پریښې وه اوخپله تښیدلې دی. غلام نبې زیاتوی « زه یوخوا اوبل خوا ته ډيرورګرځیدم دولت ته عارض شوم ، بالاخره د فرید پلارغلام حسن چې د جنایې آمر دی زما لوریې دمزارڅخه راوستله اودتخارپه بندرکې پرته له سرنوشته پریښې وه . »
« د ذکې پلار وایې هغه ۴۵کلن کس ته چې ما خپله لور وکړی ۲۶۰۰۰۰ دوه سوه شپیته زره افغانۍ اوبله ۹ کلنه لوربه په بدوکې ورکوم.»
له بل لورې د کندوز ولایت دښځوچارو رئیسه نادره ګیاه وايي « میرمنې او انجونې تل د داډول تاوتریخوالو قربانې کیږي ، خوله بده مرغه په قضیوکې ښکیل خلک هیڅکله هم نه محاکمه کیږی نوهمدا لامل دی چې دهرې ورځې په تیریدوسره د پیښوګراف پورته ځې ، ګیاه زیاتوی زما غوښتنه د دښځود یوې مدافع په صفت له دولت ځنې داده چې دتاوتریخوالې دمحوی قانون د ۲۵ مادی په اساس هغه څوک چې په بدوکې انجونې ورکوی ترلسوکلونوپوری باید په بندکې وساتل شئ.»
په همدې ترڅ کې د کندوز ولایت امنیتې چارواکې وایې چې دوی په قضیه کې د ښکیلوکسانو د نیولواو قضایې اوعدلې ارګانونو ته ورپيژندلوپه موخه خپلې هلې ځلې ګړندی کړی دی.
داپه داسې حال کې ده چې په دی وروستیوکې په شمال ختیز زون کې د ښځوپه وړاندی د تاوتریخوالې اوجنسې تیرې پيښوپه شمیرکې ډيروالې راغلې د بشرې حقونو د څار ادارې چارواکوپه وینا عمده لاملونه یې په ټولنه کې د بد دودونو شتون لکه په بدواوپه کم عمر کې دانجونو ودونه ، او اخلاقې فساد شتون دی چې زیاتره دیادو پيښولامل ګرځئ.