کور / مرکه / د افغانستان بانک دختيځ زون مسول سره مرکه

د افغانستان بانک دختيځ زون مسول سره مرکه

دافغانیودچلښت په اړه دافغانستان بانک دختیځ زون دمسوول الحاج روح الله سره مرکه


الحاج روح الله چې دتیروڅوکلونوراهیسې دافغانستان بانک دختیځ زون مسوول دی په ختیځ زون کې یې دافغانیوددودولوپه موخه  خورا زیاتې هلې ځلې کړیدي.دالحاج روح الله سره مودامرکه دروان کال دمرغومې دمیاشتې په څلورمه نیټه جلال اباد ښارکې دنوموړي په دفتر کې دهغه نه دوخت اخستلو وروسته وکړه.


پوښتنه:حاجی صیب که په لنډه توګه ځان راوپیژنۍ ؟ 


الحاج روح الله:نوم مې الحاج روح الله دی اودننګرهار ولایت دخیوې ولسوالۍ دشګې اوسیدونکی یم.دسرولښکرودوتو څخه وروسته د دپشتني بانک عمومي رییس شوم څوکاله دخدمت څخه وروسته مې بیا هغه ځِای پریښوداوپه وزارت مالیه کې دتقاعد عمومي رییس شوم بیا یو څه ناخوالې په هیواد کې پیداشوې نوځکه انګلستان ته ولاړم.دطالبانودسقوط څخه څوکاله وروسته دافغان نوي حکومت په بلنه بیرته خپل هیوادته ستون شوم اودلته بیا دافغانستان بانک دختیځ زون دمسوول په صفت مې دنده ترلاسه کړه اوتراوسه پورې په همدې دنده کې بوخت یم.




پوښتنه:حاجی صیب که راته ووایۍ چې دافغانستان بانک دختیځ زون آمریت په ختیځ زون کې کوم عمده فعالیتونه سرته رسوي؟                                                              
الحاج روح الله:دافغانستان بانک دختیځ زون آمریت دهیواد دملي اقتصادپه پیاوړتیاکې دنوروڅخه وروسته نه دی پاتې شوی اوخپل عمده رول یې دملي اقتصادپه پیاوړتیا کې لوبولی.په دې زون کې مونږ په مختلفو ساحوکې فعالیت کوو لکه دسوداګریزوبانکونو دکړنو نظارت،په ختیځ زون کې داقتصادي اموروڅارنه اوتحلیل اوپه هرودوه میاشتوکې داقتصادي سرویګانوسرته رسول اودپولي سیاست آمریت ته دهغې راپورلیږل،دافغانیوددودپروسه ترڅوهیوادوال راکړه ورکړه په خپل ملي واحد چې افغانۍ ده وکړي اودې ته ورته نورفعالیتونه هم سرته رسوو.


پوښتنه:حاجی صیب که راته ووایۍ چۍ دافغانیوددود په پروسه کې تاسوکوم فعالیتونه کوۍ؟
الحاج روح الله:لکه څنګه چې پوهیږۍ افغانۍ دهیوادملي پولي واحد دی اودافغانانوهویت دی نوپه همدې اساس زمونږ ګران هیوادوال مکلف دي چې خپله راکړه ورکړه په خپل ملي پولي واحد وکړي، ځکه دادوزیرانوشورا داقتصادي کمیټې مصوبه هم ده اودرییس جمهور6050 شمیره حکم دی چې په کومه کې په ښکاره ډول ویل شوي چې دلویې څارونوالۍ،ملي امنیت اودامنیې قوماندانۍ دواکمنواستاذوپه ګډون دافغانستان بانک مکلف دی چې دزونونو دامرینوترڅارنې لاندې په ولایتونوکې افغانۍ دوداوپه پردیواسعاروباندې راکړه ورکړه کوونکوته درنه جریمه ورکړي اودافغانیوپه دودولوکې هراړخیزه هڅه وکړي.په همدې اساس مونږ په ختیځ زون کې پنځه نفري کمیسون تشکیل کړی چې هره ورځ په بازارونو کې خپل فعالیت کوي اومتخلفین جریمه کوي اودننګرهار ولایت محترم والي ګل اغا شیرزی هم دې پروسې سره خورازیاته همکاري کوي اودې پروسې ته یې یو منظم پلان جوړکړی چې دهغې له مخې مونږه دروان کال دسرطان دمیاشتې په 21 نیټه دختیځوولایتونوټول استاذي لکه ولسوالان،قومي سپین ګیري دمدنې ټولنواستاذي دختیځوولایتونو دادارورییسان اوګڼ شمیر په سلګونه خلک راغوښتي وو اونوموړودغه پلان ډیر خوښ کړاووعده یې وکړه چې نوربه دافغانیودودپه موخه هراړخیزه هڅه کوي ددې نه وروسته مونږه نور دپوهاوي کمپاینونه وچلول اودهغې نه وروسته دپروسې متخلفینویعنې هغه کسانوته چې راکړه ورکړه په خارجي اسعاروکوي درنې جریمې ورکووترڅوراکړه ورکړه په خپل ملي پولي واحد افغانۍ باندې ترسره کړي.


پوښتنه : حاجی صیب خلک وایي چې دغه پروسه یواځې په ضعیفه خلکوباندې تطبیقیږي آیا دارښتیاده؟                                                                                            
الحاج روح الله: نه داخبره قطعا غلطه ده ځکه چې داپروسه دټولو لپاره یوشی ده داقانون دی اوقانون بیا مالدار اوغریب نه ګوري زه تاسو ته په لسګونه بیلګې درکوی شم چې په هغې کې مونږه ډیری شمیر ددولتي چارواکومارکیټونه دتیلوپمپونه جریمه کړيدي.


پوښتنه:حاجی صیب دښار داصنافوریاست وایي چې داپروسه ګټه نه لري تاسو پدې باره کې څه وايي:.


الحاج روح الله:زه باید یوه خبره ښه په ډاګه وکړم هغه داچې په ننګرهار کې داصنافوریاست دنوموړې پروسې په وړاندې همیشه ستونزې راپیداکړي اونه غواړي چې داپروسه بریالي شي که ددوی هر صنف زمونږ سره همکاري وکړي نو اوس خوتقریبا 60 سلنه داپروسه کامیابه ده خوددوی دهمکارۍ څخه وروسته به 100 سلنه نوموړې پروسه کامیابه شي مونږ ه دختیځو ولایتونو دصحت عامو درییسانو نه مننه کوو چې په نوموړې پروسه کې یې زمونږ سره زیاته همکاري کړید ه اواوس په ختیځ زون کې تقریبا ټول ډاکټران خپل فیسونه په افغانیو اخلي.زه یوځل بیا هم دختیځو ولایتو دکاروباري اوسوداګرۍ سره اړونده خلکونه داهیله کووم چې راځۍ چې نورخپل ملي پولي واحد چې افغانۍ ده دودکړواودپردیو اسعارودچلند څخه ځان وساتو ترڅو نوردپردیودغې شومې پدیدې ته دپای ټکی کیږدو.