کور / سپورټي / ایل ایس ټي اوو په هرات کې د کرکټ ۱۵۰ لوبغاړي وروزل

ایل ایس ټي اوو په هرات کې د کرکټ ۱۵۰ لوبغاړي وروزل

لوبې سپورټي روزنیزې مؤسسې ایل ایس ټي اوو د خپلو روزنیزو کمپونو په لړ کې دا ځل د هرات په ولایت کې د کرکټ یو سلو پنځوس لوبغاړي، ددغې لوبې د بېټينګ، بولینګ، فیلډینګ او قوانینو په برخو کې وروزل.


دا روزنه چې د شپږو ورځو په جریان کې لوبغاړو ته ورکړل شوه، لوبغاړو ته له ابتدايي کرکټ نېولې تر لوړې کچې هم زده کړې ورکړل شوې.


روزنه د ایل ایس ټي اوو د وتلو روزونکو اسدالله خان او محمد عالم کندهاري له خوا پرمخ وړل کېدې.



د ایل ایس ټي اوو مرستیال زراب شاه زهیر وویل روزنه لوبغاړو ته مهمه وه او هغه څه یې زده کړل چې پخوا پرې نه پوهېدل.


د خالد په نوم د هرات ښار يوه اوسېدونکي، چې په دغه کمپ کې يې روزنه ترلاسه کړې، وويل، چې دوى په دغه روزنيز پروګرام کې د کرکټ په اړه ډېر نوي شيان زده کړل.


هغه زياته کړه: ((پخوا به موږ يواځې لوبه کوله، د دې لوبې په تخنيکي برخو او قوانينو نه پوهېدو، اوس مو په دغه روزنيز پروګرام کې دغه شيان زده کړل او له دې وروسته به تخنيکي لوبه کوو.))


په هرات کې د افغانستان کرکټ بورډ د ځايي دفتر مسوول قاري عبدالغفور له اېل ايس ټي او، موسسې مننه وکړه، چې د دغه ولايت د لوبغاړو لپاره يې د روزنې زمينه برابره کړه.


ایل ایس ټي اوو په یادو لوبغاړو د لوبې وسایل، بوټان او جامې هم ویشلي دي.


هرات نهم ولایت دی چې ایل ایس ټي اوو پکې روزنیز کمپ ترسره کوي تر دې وړاندې دې مؤسسې په کنړ، کاپیسا، پروان، کابل، ننګرهار، کندز، کندهار او خوست ولایتونو کې دیارلس سوه لوبغاړي روزلي دي.