د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتېژیک تړون

د لراوبر اداره | جنوري 4th, 2012


د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتېژیک  تړون که څه هم یوه نوې موضوع ده؛ خو دا د دواړو هېوادونو د اړیکو پیل نه دی. وېلی شو چې دا د امریکا د اشغال او استعمار د پالیسیو یوه کړۍ ده، چې له نن څخه لس کاله وړاندې امریکا د خپلو نظامي قواوو په واسطه د ټولې نړۍ په ملاتړ افغانستان ته راغله، د طالبانو حکومت یې ونړاوه، خپل نظامي حضور یې محکم کړ، موقتي اډې یې جوړې کړې، انتقالي حکومت یې د بُن د کنفرانس په نتيجه کې منځ ته راووست، او داسې نور.


      په افغانستان باندې د امریکایانو له حملې وړاندې  طالبانو، د افغانستان اسلامي حزب او نورو مستقلو ډلو د امریکا د یرغل په خلاف د جهاد اعلان وکړ. د مقاومت له زیاتېدو سره امریکا، ناټو او متحدینو یې له زور او قوت څخه کار واخیست، مظلوم او آزادي غوښتونکي افغانان یې تر خپل وحشت او ظلمونو لاندې ونیول. بې وزله او عام وګړي يې په شهادت ورسول، کلي، کورونه، جوماتونه او مکتبونه یې ویجاړ کړل. امریکا د تورورېزم تر شعار لاندې د بې ګناه افغانانو وژلو ته ادامه ورکړه، خو هغه څه یې چې غوښتل په لاس یې رانه وړل. امریکا ناټو او متحدینو یې د خپلو اهدافو د لاسته راوړنې لپاره د سولې او خبرو اترو جال وغوړاوه، او په دې لټه کې شول چې د دوی په خلاف د مقاومت مختلف ګروپونه په انفرادي ډول د ځان خوا ته را جلب کړي، تر څو د مقاومت مختلفې ډلې سره بېلې شي، او ددې بېلتون څخه دوی ګټه واخلي. د سولې خبرې مبهمې وې، او د دواړو لورو څخه داسې په ښکاره ډول د سولې د راوستلو جذبه نه ښودل کېده. او په مخالفت کې یې ولاړو ډلو د خپل هېواد په آزادۍ باندې ټینګ ودرېدل، له دې وروسته امریکا ستراتېژیک تړون ته لاس کړ.


      امریکا  چې هر تخنیک وکاروه و نه توانېده چې د افغانستان د جګړې کوم سمت معلوم کړي. دې لس کلنې جګړې امریکا او نړیوال سخت مأیوس، بدبخت او پښېمانه کړل. تر دې چې د اقتصادي مشکلاتو له وجې امریکا اوس نشي کولی چې نور دې ستونزمنې او پر مصرفه جګړې ته ادامه ورکړي. امریکا کوشش کوي چې افغانانو ته د افغانستان واګې په لاس ورکړي، او له یو محدود قوت سره په افغانستان کې پاتې شي. په همدې خاطر امریکا له افغانستان سره دا ستراتېژیک تړون لاسلیکول غواړي.


      ستراتېژیک تړون له افغانستان سره د امریکا یو بل استعماري پلان دی، غواړم پر دې تړون او ورسره اړوندو موضوګانو رڼا واچوم:


ستراتېژیک تړون:


ستراتېژیک تړونونه  هغو تړونونو ته وایي چې د اوږدې  مودې لپاره لاسلیک کېږي، مهمه او محوري نقطه یې پوځي او امنیتي همکارۍ وي. د امریکا او افغانستان تر منځ  ددې تړون په رڼا کې به امریکا ددې  په لټه کې وي چې په افغانستان کې خپل  لاندیني اهداف تعقیب کړي:


اوږد  مهاله امنیت: امریکا او متحدین یې هېڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې یو ځل بیا طالبان غښتلي شي، او بیا افغانستان د القاعده او نورو اسلامي ډلو مرکز شي. چې د دوی په وینا په دې وتوانېږي چې د سپټمبر د یوولسمې په څېر واقیعات تکرار شي، او یا په افغانستان کې یو اسلامي دولت جوړ شي.


دېموکراسي: دېموکراسي د امریکا لپاره د حکومت کولو یو منل شوي سېستم دي. ددې سېستم په ذرېعه د امریکا لپاره د خپلو اهدافو لاسته راوړل ډېر اسانه دي. نو ځکه امریکا او نړیوال کوشش کوي چې په افغانستان کې دېموکراسي پلې کړي، ترڅو د هغو ډلو چې د امریکا او نړیوالو د ګټو خنډ دي ورته مقابل جانب رامنځته کړي او دې ته یې پرې نږدي چې افغانستان یو ځل بیا د امریکا او نړیوالو لپاره یو خطر پاتې شي.


د افغانستان هوسایي او خوشحالي: ددې لپاره چې امریکا خپلې ګټې په افغانستان کې تعقیب کړي، دا ورته ضرور ده چې د افغانستان عام وګړي خپل دوستان او همکاران وګرځوي، په داسې حالت کې به دا د دوی لپاره یوه ښه موکه وي چې د خپلو ګټو لپاره په ښه ډول کار وکړي.


امریکا کوشش کوي  چې نړیوالو ته دا ذهنیت ورکړي؛ چې دوي د افغانستان د آبادۍ، بیارغونې او د وګړو د ژوند د ښه کولو لپاره افغانستان ته پوځونو راوستلي، په داسې حال کې چې دوی له تیرو لسو کلو راهیسې تر ۹۰۰۰۰ څخه زیات افغان بې ګناه وګړي شهیدان او زخمیان کړي دي. د کندهار، باګرام او ګوانتانامو زندانونه یې په بې ګناه وګړو ډک کړي دي، د دوی د باوري سرچینو په وینا هره شپه د امریکا ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې څلوېښت ځایه نظامي عملیات (چاپې) ترسره کوي. د امریکا او متحدینو تر پورتني شعار لاندې (د افغانستان هوسایي او خوشحالي) افغانانو په خپل هېواد کې خپل ځان او مال په امن نه احساسوي.


د امریکا د ملي ګټو  ساتنه: دا ښکاره خبره ده چې امریکایان افغانستان ته د خپل ملي امنیت او ګټو د ساتلو لپاره راغلي دي، په افغانستان او سیمه کې امریکا ته ځینې خطرونه موجود دی، خو امریکا ددی خطرونو ښه مخنیوي هغه وخت کولی شي، چې کله امریکا په افغانستان کې مستقل او پر امنه موجودیت ولري.


په  سیمه کې د امریکا ملي ګټې


اتومي وسلې: امریکا نه غواړي چې په آسیا کې اتومي تکنالوجي خپره شي، ترڅو سیمییز هېوادونه وکولي شي چې له دغې تکنالوجۍ څخه اتومي انرژی، او اتومي وسلې جوړې کړي. چې ددې یو ښکاره مثال اېران دی. امریکا او متحدین یې په دې لټه کې دي چې اېران له اتومي تکنالوجۍ څخه محروم کړي، څو و نه توانېږي اتومي وسلې جوړې کړي. امریکا له افغانستان څخه اېران تر ښه نظارت لاندې نیولی شي، او په یو ډول سره یې تهدیدولی هم شي، ترڅو د اېران په خلاف پوځي عملیات ترسره کړي.


د امریکا د ملي  ګټو او امنیت لپاره په سیمه کې یوه بله لویه وېره له اتومي تکنالوجۍ څخه دا ده؛ چې امریکا او غربیان په دې وېره کې دي چې د پاکستان اتومي  وسلې د سخت دریځو لاس ته ور نه شي، چې بیا ممکن سخت دریځي دغه  وسلې د امریکا په خلاف وکاروي. دغه  وېره د امریکا لپاره د یو لوی  تشویش سبب ګرځېدلې ده. همدا وجه  ده چې کله نا کله امریکا په پاکستان  غږ کوي چې ددغه هېواد اتومي وسلې په امن کې نه دي. امریکا ددې خطر  د مخنیوي لپاره په افغانستان کي خپل موجودیت اړین بولي. او د دې امکان شته چې په راتلونکي کې پاکستان  دې ته مجبور کړي چې خپلې اتومي  وسلې امریکا ته وسپاري، خو دا هغه  وخت امکان لري چې امریکا په افغانستان  کې مستقل، پراخه او پر امنه موجودیت  ولري.


د هغه راپور له مخې چې په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا دCNAS (Center of New American Security) د یوې مرکزي امنیتي ادارې له خوا خپور شوي؛ د امریکا او متحدینو ګټې یې په افغانستان او منطقه کې په تفصیلي ډول ذکر کړې. په دې راپور کې ویل شوي: که چېرې امریکا او نړیوال غواړي چې په افغانستان کې دې د دوي ملي او امنیتي ګټې خوندي وي نو باید لاندې ګامونه واخیستل شي:


باید د افغانستان او امریکا ترمنځ د یو ستراتېژیک تړون د لاسلیکولو لپاره هڅه وشي.
له پاکستان سره باید اوږد مهاله، او په مختلفو برخو کې اړیکې قایمې شي، چې د دوی اقتصاد، ملکي حکومت او د اسلامپالو ضد ډلې پیاوړې شي.
د پاکستان او هند ترمنځ د ښو اړیکو لپاره هڅه کول.
د پاکستان سره دې د مرستو، او بهرنۍ پالیسي دوه ځلي ترتیب شي.
په منځنۍ آسیا کې دې د تجارت، او سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې وشي.
د عامو وګړو ترمنځ د د خبرو او تګ راتګ زیاتولو هڅې وشي.
له پورتنیو ټکو  څخه دا معلومېږي چې امریکا، افغانستان  د خپلو اهدافو لپاره یوه ستراتېژیکه نقطه (پایګا) ګرځول غواړي. خو دا هم په نظر کې نیول په کار دي چې په دې فکر  او پلان کې د امریکا سره سیمییز هېوادونه همغږي دي او که نه؟


د څېړنو څخه دا ښکاري چې د سیمې مهم هېوادونه لکه  روسیه، چین، پاکستان او اېران د  امریکا ددې پلانونو سره مخالف  دي، او امریکا ته به هېڅکله هم دا موقع په لاس ورنه کړي چې په آسیا کې خپلې ګټې تر دې بریده پرمخ بوزي، چې د پورتنیو سترو هېوادونو ګټې تر پښو لاندې شي.


د سیمییزو هېوادونو سره په دې ټکر کې د افغانستان لپاره له ګټو څخه تاوانونه زیات دي، افغانستان به یو ځل بیا د امریکا د جنجالونو مرکز وی، امریکایان به په امریکا کی خوندي وي، او خپل ژوند به په ارامه تېروي، خو افغانان به د دوی د شخړو ساتونکي، او اوږدوونکي وي. په اوسني حالت کې افغانان د همسایګانو له لاسه سر ټکوي، چې په افغانستان کي لاس وهنې کوي؛ خو په راتلونکي کې به افغانستان د څو هېوادونو د لاسوهنو مرکز شي. د امریکا مرستې د افغانستان سره باید په داسې شکل وي چي د افغانانو په ګټه تمامې شي، نه داسې چې د افغانانو لپاره د اوږد مهاله دښمنيو سبب وګرځي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اکثریت وګړي د امریکا او ناټو د نظامي شتون سخت خلاف دي، ستراتېژیک تړون او دایمي اډې خو لا وروستۍ خبرې دي.


د ستراتېژیک تړون اړتیا: څه باعث شوي چې امریکا او افغانستان د دې تړون لاسلیکولو ته اړ شوي؟


د لوستونکو په ذهنونو کې ډېر داسې پوښتنې پيداکېږي چې دا تړون مخکې ولې نه لاسلیک کېده؟ او یا ولې مخکې بحث نه پرې کېده! او یا هم امریکا له نورو هېوادونو سره داسې تړونونونه لاسلیک کړي او که نه؟


راځۍ چې د دې تړون اړتیا د افغانستان او امریکا له نظره وڅېړو.


د افغانستان له نظره: د دې تړون اړوند په افغانستان کې د دولت او وولس په کچه دوه ذهنیتونه موجود دي.


لومړي: که چېرې د امریکا،  هند، فرانسې، انګلستان اروپایي اتحادیې  او داسې نورو هېوادونو سره تړونونه  لاسلیک نشي؛ نو امکان د دې شته  چې د بهرنیانو له وتلو وروسته افغانستان  یو ځل بیا د خپلمنځي جګړې، د  همسایه ګانو د لاسوهنو، اقتصادي، او اجتماعي بحران سره مخ شي. او د افغانستان اوسنی دولت به په خپلو پښو و نه درېږي. په دې ډول د افغانستان ځینې وګړي داسې تړونونه ګټور بولي. دا هغه ذهتیتونه دي چې د افغانستان په دولت کې پراخ حضور لری، د نړیوالو له طرفه ورته هر ډول مرستې برابرې دي، د سیاسي پناه ذمې ورته ورکړل شوې دي، د افغانانو په وینو يي لاسونه سره دي، او خپل دین، وطن او استقلال ورته هېڅ معنا نه لري.


دوهم: هغه ډله خلک  دي چې داسې تړونونه د هېواد، دین، استقلال، ملي حاکمیت، د تل لپاره  خرڅول ګڼي، د استعمار او استعمال  د اوږدوالي د یو تړون په سترګه  ورته ګوري. هغوي داسې انګېرنه کوي  چې نړیوال د افغانستان د آبادۍ  او افغانانو د هوساینې په فکر کې نه دي. نړیوال په افغانستان او منطقه کې خپلې لنډ مهاله او اوږد مهاله ګټې لري، ددې لپاره د افغانانو د همدردۍ او سوکالۍ شعارونه ورکوي. دغه ډول خلک چې کابو شمېر یې د امریکا او اوسني تش په نامه دولت له ځواکمنو مخا لفینو رانیولې، د دولت تر یو شمېر با احساسه کارکوونکو، او د هېواد ټول عام وګړي په دې نظر ورته ګوري.


دوی دا تړون د افغانستان د جګړې د اوږدېدو عامل ګڼي، د وولس او دولت د بشپړې غلامۍ نښه یې بولي، او د دین، وطن، کلتور او له هغه ملي غرور او استقلال سره یې جفا بولي؛ کوم چې افغانان د خپل زرین تاریخ په اوږدو کې د بې شمېره قربانیو په بدل کې په لاس راوړی دی.


د دوی په نظر ددې  تړون یوه لویه ستونزه مبهمه او پټه  مسوده ده!


      په  دې اړه خبرې اترې د تېرو څو کلونو  راهیسې جریان لري، خو تر اوسه پورې ددغه تړون متن افغانانو ته نه دي په ډاګه شوی، تر څو افغانان هم په دې پوه شي چې ددې  تړون اصلي متن څه دي، د څه په بنیاد  چې د هغه ګټې او تاوانونه پرتله  کېدلی شي.


د امریکا له نظره: ددې تړون ضرورت د امریکا لپاره څه دي؟ امریکا ولې دغه تړون د افغانستان سره مخکې نه لاسلیک کاوه؟


امریکا او متحدین یې افغانستان ته یوازې ددې لپاره  نه دي راغلي چې طالبان او القاعده  له منځه یوسي. امریکا په افغانستان کې خپل هدفونه په اوږد مهاله او لنډ  مهاله برخو وېشلي دي.


د لنډ مهاله هدف  څخه یې مقصد د طالبانو او القاعده  له منځه وړل او یا ضعیفه کول دي،  او اوږد مهاله هدف یې په افغانستان  کې د دایمي اډې، او پراخ حضور درلودل دي. دا خبره په ښه ډول داسې څرګندولی شو چې کله جورج بوش په افغانستان  باندې د جنګ تیاری کاوه؛  د امریکا کانګرېس ته یې وویل چې (( دا جنګ شروع شو خو پای نه لري. امریکا به تورورېستان په افغانستان او د  افغانستان نه دباندې تعقیبوي، او هغه  څوک چې د دوی مرسته وکړي له هغو  سره به هم د تورورېستانو په ډول  معامله وکړي))


په داسې حال کې چې امریکا او ناټو په افغانستان کې تراوسه په خپل لنډ مهاله هدف کې په بشپړ ډول ناکام دي؛ د افغانستان لس کلنه جګړه ورته ډېره ګرانه تمامه شوې ده. امریکا که د افغانستان جنګ په همدې ډول پر مخ بوزي نو امکان لري چې د نړۍ د سترو ابر قدرتونو له مقام څخه ډېره ژر راولوېږي، او نور هېوادونه ورڅخه مخکې شي. امریکا د پرېشانۍ ښکار شوې ده، او په دې لټه کې ده چې هغه به کومه لاره وي چې د دوي لس کلنې هلې ځلې چې عبارت د سختو مالي او ځاني تلفاتو څخه دي؛ په افغانستان کې عبث لاړې نه شي، او د خپل اوږد مهال هدفونو لپاره هم یو محفوظ ځای په افغانستان کې ولري.


د افغانستان جګړې امریکایانو ته یو بل لوی تاوان دا ورواړاوه چې دوی یې نړۍ ته افشأ کړل. د امریکایانو وحشت، ظلمونه او د  استعمار پټ نیتونه یې نړیوالو ته ښه څرګند شول. اوس د روسیې، چین، ترکیې، برازیل او داسې نور هېوادونه هم د امریکا او ناټو په پالیسیو باور نه کوي، چې دا د امریکا لپاره په نړیواله  کچه یو لوی تاوان او بې اعتمادي  ګڼل کېږي. ددې ټولو واقیعاتو په نظر  کې نیولو سره د امریکا لپاره  دا ستراېژیک تړون لاسلیکول یو طلایي  چانس دی. ددې تړون په رڼا کې امریکا کولی شي چې په کم لګښت د افغانستان  مهمو ستراتېژکو نقطو کې خپل پوځیان ځای پر ځای کړي. او د افغانستان  دولت د ځان لپاره د یو ساتونکې  آلې په حیث وکاروي. د مبهمو او پټو معاهدو په صورت کی د افغانستان  د خاورې څخه هر ډول استفاده  وکړي، د افغانستان د دولت لومړۍ  هڅه به د امریکایانو د نظامي  حضور ساتنه وي، او د افغان ولس  پرمختګ او هوساینه به یې وروستۍ هڅه  بلل کېږي.


د ستراتیژیک تړون د لاسلیکېدو په صورت کې به امریکایانو ته یو دا فرصت په لاس ورکړل شي،  چې خپل اقتصاد یو ځواکمن کړي، او د  هغو خطرو لپاره ځان چمتو کړي  چې د هغو وجه د دوی نړیوال پوځي او اقتصادي پوزېشن په خطر کې دي. په داسې حال کې دوي کولی شي افغانان  د سولې په خبرو، یا په خپلمنځي، مذهبي  او سیاسي اختلافاتو مصروف کړي، او یا د تړونونو په واسطه خپل  نظامي حضور کم او دایمي کړي.


امریکا نه یوازې  په افغانستان بلکه د نړۍ دسلو څخه  په زیاتو هېوادونو کې نظامي حضور لري. خو د افغانستان د جګړې په وجه  د دوی کمزوری اقتصاد د دغو پوځي مرکزونو لپاره د سخت خطر  زنګ دی. امریکا په دې لټه کې ده چې د خپل نظامي حضور د ساتلو  او د نړیوال مسولیت پرمخ بېولو لپاره  د مختلفو تاکتیکونو څخه کار  واخلي، په داسي حالت کې به امریکا په خپلو متحدینو (ناټو) لا زیات بوج واچوي. چې ښه مثال یې د لیبیا د جګړې پر مهال لیدلي شو.  د لیبیا د جګړي پر مهال امریکا و نه شو کولی چې د جګړې قومانده پر غاړه واخلي، له ناټو څخه یې وغوښتل چې ددغې جګړې مسولیت په غاړه واخلي. دا ځکه چې د امریکا کړکېچن او مخ په زوال اقتصادي حالت دا نشوای ایجابولی چې دا جکړه پرمخ یوسي.


د دي ټولو حالاتو او واقیعاتو په نظر کې نیولو سره د افغانستان او امریکا ستراتېژیک تړون د امریکا یو لوی ضرورت بللی شو. امریکا به له افغانستان سره هر هغه مرسته کوي چې د دوی په ګته تمامېږي. دا ځکه چې د افغانستان اوسنی حالت هر ډول مرستو ته اړتیا لري، چې د دغو مرستو ډېری برخه به اقتصادي، سیاسي او پوځي وي. نو فکر وکړئ چي داسې دولت به څرنګه د امریکا د ګټو، پرېکړو او هدفونو مخالفت وکړي!!!

Copyright Larawbar 2007-2024