دغصب ښامارانو دنظام سقوط ته په ټينګه ملاتړلې ده
واقعيت دادى ،چې په دې وروستۍ لسيزه کې زمونږ په هېواد کې دنړيوالې ټولنې په همکارۍ اومرستې سره په بېلابېلو سياسي ،اقتصادي ،فرهنګي ،ټولنيزو ،پوهنيزو ،نظامي او نورو ورته ډګرونو کې دپام وړمثبت بدلون راغى ،چې ترلسيزو جګړو،ستونزو اوننګونو وروسته دپام وړدي.خوسره ددې هم زمونږ هېواد له زياتوستونزو اوننګونوسره مخامخ دى ،چې يوه ننګونه دټول هېواد په کچه دمافيايي کړيو فعاليت دى ،چې يوه کړۍ يې دځمکوغاصبين دي ،چې په زرګونو دولتي ځمکې يې غصب کړې اودخرڅلاو بازاريې پرې ګرم کړى دى ،يايي دميليونونو ډالروپه لګښت سره دځانونولپاره په کې داسې دنګې اولوړې ماڼۍ ودانې کړې ،چې دلومړۍ نړۍ په هېوادونو کې نه ترسترګوکيږي،اونړيوال هم په دې کم وخت کې دداسې لوړو اودنګو ماڼيو جوړيدو ته حيران اوپه تعجب کې پاتي دي .
پلازمينه کابل چې دافغانستان زړه دى ،دځمکو غاصبو ښامارانو په کې دغصب داسې خيټې اچولې ،خبره دې ته رسيدلي چې په زياتوتاريخي مېنواوځايونوکې دظلم اوغصب ماڼۍ جوړې کړي .دغصب دغه لړۍ يواځې په کابل کې نده بلکې دهېوادپه ټولو ولايتونو کې دولتي ځمکې له يوناڅرګندبرخليک سره مخامخ دي،يادې کړۍ په ځنځيري بڼه داسې رېښې کړې دي ،که دوام پيداکړي لرې نده چې کلي به هم ددوى دغصب په دايرو کې داخل شي ښارونه خويې دغصب په منګولو کې راګيرکړي دي .اوپه زرګونو جريبه ځمکې يې غصب او ازاد مارکيټ ته وړاندې کړې .
دغه دهېواد،خاورې اوملي ګټو ضد کړۍ غواړي په دغه کړنوسره زمونږ مظلوم ولس نور هم له تاريخي بدمرغيو اوناخوالو سره لاس اوګريوان کړي ،داسې يومظلوم ولس چې لاتراوسه پورې يې سترګې له اوښکو ډکې دي،اوپه يوه مړۍ ډوډۍ پسې حيران دي چې څه وکړي ؟خوديوېشتمې پيړۍ دغه ظالم غاصبين په هرڅه خاورې اړوي ،بلکې يواځې خپل شخصي ګټې ،وټې پالي اوددې ځوريدلي ،کړيدلي ،درديدلي اومظلوم ولس په منځ کې په ډيره بې رحمانه توګه دظلم ،مافيايي نڅاوې کوي .
دغه مافيايي کړۍ دومره ځواکمنې دي ،چې رېښې دنظام دننه ترډيرو ژورو سرچينوپورې رسيدلې دي ،هغه څوک چې ددوى په وړاندې غواړي په جديت اوقاطعيت سره مبارزه وکړي ،له زياتوفشارونو،ګواښونو اوظالمانه ننګونوسره مخامخ کيږي.دهغه معلوماتو له مخې چې په دې وروستيوکې راټول شوي دا په ډاګه کوي ،چې دټول هېوادپه کچه يواځې په خوست کې دځمکودغاصبوښامارانوپه وړاندې په ډير جديت سره مبارزه روانه ده ،چې دغه سپېڅلي مبارزه دخوست والي عبدالجبارنعيمي پيل کړې ،سره ددې چې دنوموړي په وړاندې زيات فشارونه ،ستونزې اوننګونې شتون لري خو،خوست والي په دې توانيدلۍ چې په خپل قاطعيت اوجديت سره په زرګونو دولتي غصب شوې ځمکې راخلاصي کړي ،ديادونې وړ ده چې په خوست کې چې يوسرحدي اوجګړې په لومړۍ کرښه پروت ولايت دى ، دځمکو دمافيايي ډلو لخوا ٧٢٠٠٠دوه اويازره جريبه ځمکه په مرکز او ولسواليو کې غصب شوې وه .
دتير يونيم کال څخه راپدې خوا چې کومه مبارزه دولايت دمشرتابه په ځواکمن هوډ او ولس ته دخدمت په موخه پيل شوې ده ،په پايله کې دخوست ښارپه زړه کې دازادۍ مينه ياد دولس سوه فاميلو پروژه چې ١٢٩٧جريبه ځمکه وه دغاصبينوله منګولوڅخه خلاصه شوه ،دقانون په چوکاټ کې خپلو مستحقينوته وسپارل شوه ،همدارنګه دښارپه داخل کې دوړکتون پنځه جريبه ځمکه چې غصب شوې وه او ودانۍ هم پرې جوړې شوې وې دغصب څخه را خلاصه اودولسونو دګټې لپاره ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه ،دبادام باغ ٦٧٣جريبه ځمکه چې دغاصبينو ترولکې لاندې وه .
دولايتي ادارې په هلو ځلو سره له غصب څخه خلاصه شوه ،ددې ترڅنګ دمندوزيو او دتڼيو ولسواليو اړوند دسيګۍ او تورې وړۍ په سيمه کې ٩٧١٢جريبه ځمکه غصب شوې وه چې اوس هم له غصب څخه خلاصه او رسماً په دولتي املاکوپورې وتړل شوه ،له مزارشريف څخه خوست ولايت ته دملک خيال بدين نومي شخصي لخوا چې دځمکې دمافيا يو لوى ښامار ګڼل کيږي د٤٢٠جريبه ځمکې دتبادلې مخه ونيول شوه کوم چې دټولو قوانينو خلاف يې تبادلې ته ملاتړلې وه.دامبازره اوس هم په ډيره ګړندۍ توګه سره ،ترسره کيږي ،ځکه چې تراوسه پورې پاتې نوره غصب شوې ځمکه دغاصبو ښامارانوترولکې لاندې ده ،چې په وړاندې يې عملي هڅې روانې دي .ترڅو ټوله ځمکه له غصب څخه خلاصه شي .دهم دپاملرنې وړ خبره ده چې په دې وروستيو کې دخوست والي په هڅو سره دخوست دهندوانو غصب شوى هندوسوزان هم راخلاص شو او بيرته هندوانوته وسپارل شو. چې دپاتې نورې غصب شوې ځمکې دخلاصون لپاره يې هم ګړندۍ هڅې روانې دي، چې په دې سره دټولنيز عدالت دتامين په ډګر کې خورا لوى او ارزښتمن ګام اوچت شو .په دغه ولايت کې ولايتي اداره اوس په دې ډګرکې په بريالۍ توګه مبارزه کوي ،مګرځينې مافيايي کړۍ چې دخپلو شخصي ګټولپاره يې ټولې ملي ګټې ترپښولاندې کړې ،دولايتي ادارې ددې اغيزمنې قانوني مبارزې په وړاندې خنډونه راپيداکوي ،کله دنظام دننه څخه په ولايتي ادارې باندې فشارونه راوړل کيږي ترڅو له يادې مبارزې لاس په سرشي،اوکله غاصبين په مرکزکابل کې په يوه اوبله اداره کې شکايتونه اوناحقه تبليغات کوي،چې ځينې مسوولين ورته غوږ هم نيسي ،دغه غاصبين ادعا کوي چې ددوى دپلارونوځمکې دولت ونيولې ،دانويوبل داستان دى؟ په ډيرو ادارو کې داسې بدبخته اودملي ګټو ضدکسان هم شته چې دغاصبينو څخه پيسې اخلي ،په جعل ،تذوير سره ددوى لپاه اسنادونه برابروي ،همدا لامل دى چې نظام يې کمزورۍ کړى دى .او ولسونه يې له دولت څخه لرې کړي دي.ډيرې داسې ستونزې يې راپيداکړې ،چې په لويه کچه يې نظام کمزورۍ اوبدنامه کړى دى ،داچې څه بايد وشي ؟ په دې باندې جدي فکرکولو اوعمل ته اړتياده .هرهغه څوک چې دې هېواد،خاورې ،ملي ګټو اوملت ته درناوى لري ،بايدپه ملي کچه ددغه ښامارانوپه وړاندې دمبارزې ډګرته راووځي ،اوهرهغه څوک چې اوس مهال په دې مبارزه بوخت دي بايد تقدير اوملي کچه يې ملا وتړل شي.ټول هغه چارواکي چې دنظام په چوکاټ کې لوړې چوکۍ ،صلاحيتونه اومسووليتونه لري اوله دغې ګړۍ وتلي اوپاک ښکاري،بايد په اسلامي اوملي مسووليت سره دټولو هغه کسانوپه وړاندې چې داداري چوکاټ څخه دغاصبينو سره همکاري اومرسته کوي ،جدي ،قانوني اوعملي اقدمات وکړي.ترڅوموجوده نظام له کمزورۍ اوبدنامۍ څخه خلاصون ومومي .ددولت او ولس ترمنځ شته واټن له منځ څخه لاړشي اوکه چيرې يې په وړاندې کوم عملي اقدام ونه شي ،ژره ده چې همدغه ښاماران به دنظام ملاماته اودسقوط تربريده ورسوي.