پنځه بهرني پوځیان ووژل سول
ناټو او فرانس پریس آژانس رسمأ ومنل چی نن طالبانو د افغانستان په جنوب کی پنځه خارجی عسکر ووژل . لومړنی په جنوب کی مخامخ وویشتل سو ، او څلور نور د ماین زوروری چاودنی والوزول ، خو نور تفصیل یې ورنکړ . ناټو دا هم تایید کړه چی پرون یې درې پوځیان په جنوب کی وژل سوي وو .
په دې سره د جنورۍ په شپږو ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۱۰ ته ورسېدل .