کور / سياسي / دافغانستان او پاکستان اقتصادي، سياسي اواجتماعي مقايسه

دافغانستان او پاکستان اقتصادي، سياسي اواجتماعي مقايسه

دپاکستان اوسنی اقتصادي، سياسي اوجتماعي ستونزي:
نن پاکستان دډېروسختواقتصادي،سیاسي اوټولنیزو ستونزوسره مخ دﺉ.دپاکستان دسیاسي چارو کارپوهان وايي چي دوي ویره لري چي داقتصادي زوال (Economic Depression) په ناورغي اخته نه سي. ځیني پاکستاني چارواکی دااندېښنه هم لري چي په پاکستان کي به داعراق غوندي کورنۍ جګړه شروع سي. هره ورځ په پاکستان کي په سلګونو ملکی وګړي وژل کیږي خودولت تر دې مهاله هیڅ اقدام نه دﺉ کړي. په پاکستان کي مختلف نژادونه ژوند کوي چي ځيني یې توندلاري اوځیني یې دغربي امپریالیزم پلویان دي نو ډېر پاکستانیان اندېښمن دي چي داسي نه چي دوی یوځلي بیاد ۱۹۷۲ مېلادي کال دپیښي سره مخ سي ځکه چي په همدغه کال شرقي پاکستان خپله خپلواکي اعلان کړه اودبنګلدېش په نوم یونوي هیواد رامنځ ته سو.ایا پاکستان به نجات ومومي؟ دا هغه سوال دﺉ چي په میلیونونو نوروسوالونه یې رامنځ ته کړي دي ځکه چي پاکستان په ۱۹۴۷ مېلادي کال کي دهند څخه دمذهبي مشکلاتوپراساس بېل سو خو (۲۵) کاله لا نه وه تېرسوي چي دبنګلدېش هیواد پکښي رامنځ ته سو. دپاکستان خپلواکي ځکه ترسخت ګواښ لاندي ده چي پاکستان په خپل ۶۵ کلن تاریخ کي نه دﺉ توانېدلي چي لاندي اوو(۷) ستونزو ته دحل لاري پیدا کړي:


۱- اجتماعي اواقتصادي ستونزي:پاکستان دڅو لسیزدتېرېدو ووروسته، تراوسه نه دﺉ توانېدلي چي دعاید دوېشلو یومنظم سیسټم رامنځ ته کړي. پاکستان فیوډالي او میلیټریسټي نظامونه عملي کوي ځکه چي دپاکستان ۹۰٪ شتمني اوثروت د ۱۰٪ پاکستانیانوپه لاس کي دﺉ.دپاکستان صنعتي سکیتور هم له کاره لوېدلی دﺉ؛دپاکستان دملي بودیجې زیاته برخه دفوځ تقویه کولواوفوځي مصارفاتو ته تخصیص سوې ده.دپاکستان دولس په وینا،دپاکستان لوړفوځي چارواکي دولس په پیسو شخصي تجارت روان کړی دﺉ اوعامه سیکتور ته توجه نه کوي، چي ښه مثال یې دپاکتسان بین المللي هوايي شرکت (Pakistan International Airlines = PIA) له منځ تلل دي.هغه پاکستانیان چي د۱۹۷۰ تر ۱۹۸۰ پوري په منځني ختیځ کي وه، خپل هیواد یې پیسې راوړې چي دغه کار بیا دغریب اودشتمن ترمنځ فاصله نوره هم پسي پراخه اواږده کړه او غیراقتصادي غیري اجتماعي موازنه ته یې وده ورکړه.


۲- تعلیمي ستونزي:په پاکستان کي دتعلیم ګراف دتیرو شپږو کلنوراهیسي مخ پرکښته خوا روان دﺉ حال داچي نفوس یې ورځ په ورځ ډېریږي، دولت یې دنفوس دکنترول کوم خاص پلان نه لري اونه عملي کړی دﺉ. هغه خلګ چي په کلیوالي سیموکي ژوند کوي، لیک ولوست نه سي کولای ځکه چي دهغوی له پاره هیڅ ملي معیاري تعلیمي نصاب اوسیسټم نه سته. پاکستاني مورو پلار خپل کوچنیان هغومدرسو ته استوي چي مفته ډوډۍ اوداستوګني ځاي شاګردانو ته ورکوي. پاکستان یوله هغومملکتونوڅخه شمېرل کیږي چي کوچنیان یې خپلي ابتدايه زده کړي په عربي، انګلیسي، پنجابي اوبلوڅي کوي حال داچي مورنۍ ژبي یې پښتو او اردو ده.


د بشپړي مقالې د لوست او ډاونلوډ لپاره دلته کلیک وکړئ !