اېران افغان پولي ته څرمه نظامي تمرينات شروع کړل

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جنوري 7th, 2012


راپورونه وايي د اېران د سپاه پاسداران په نوم ځانګړو قواوو د افغانستان سرحداتو نيژدې نن د شنبې په ورځ خپل نظامي تمرينات شروع کړي دي.
اېران په داسي حال کي دغه تمرينات شروع کړي چي په غربي مطبوعاتو کي ويل کېږي، ممکن په روان کال کي اسرائېل او امريکا پر اېران د دغه هيواد د اټومي بټيو د له منځه وړلو په خاطر حمله وکړي.
اېران دوې اونۍ دمخه د عربي خليج د هرمز په بندر کي هم د سمندري پوځيانو تمرينات شروع کړي ول.

Copyright Larawbar 2007-2024