ګردېز:په لومړي ځل د لاسي صنايعو نندارتون پرانستل سو

عطاالله محمدي | اگست 9th, 2012


په دې نندارتون كې په لسګونه هغه بيلاّبيل توكي نندارې او پلور ته وړاندې شول چې د بې وزله او كونډو ميرمنو له خوا جوړ شوي . ګڼ شمېر ښځو د دې نندارتون پرانيسته د دوى لخوا جوړشويو توكو ته دبازارموندنې له پاره ښۀ پيلامه بللې اوله اړوندو كورنيو اوبهرنيو موسساتو څخه يې غوښتي چې دې لړۍ ته ادامه وركړي .

په ګردېزكې دلومړي ځل له پاره د ابرارپه نامه د يوې كورنۍ موسسې په نوښت د لاسي صنايعو يو ورځني نندارتون پرانيسته د ولايت د ښځوچارورياست ، ولايتي شورا اود ګڼو مدني بنسټونو استازوله خوا وشوه .

په دې نندارتونكې د پكتيا ولايت مركز او نږدې ولسواليو ګڼ شمېر بې وزله او كونډو مېرمنو خپل لاسي كارونه نندارې او پلورته وړاندې كړل .

صنعتګرو مېرمنو په دې ولايت كې دلاسي صنايعو له پاره دبازار موندنې په بره خې د اړوندو چارواكو پرهڅو نيوكې درلودې ويل يې دوى زيا رګالي لاسي توكي جوړوي خو د پلور لپاره يې ځانګړى بازار نه لري:

په ګردېز كې د بشري حقونو د د فتر يوه تنه مسووله زرمينه چې په نندارتونكې يې ګډون كړى وو ، ددې نندارتون پرانيسته يې دلاسي صنايعو له پاره دبازارموندنې ښۀ پيلامه و بلله ، له اړوندو كورنيو اوبهرنيو موسسو څخه يې وغوښتل چې دې لړۍ ته ادامه وركړي .

د يادولو ده چې ، دميرمنو له خوا دلاسي توكو جړول د پكتياولايت دښځينه فرهنګ يوه اهمه برخه ده ، خو له بده مرغه چې دې فرهنګ ته دا سې څه نه دي شوي چې له امله يې دې صنعت د كورونو د چهاردېواليوڅخه دباندې بازارونوته لارموندلى واي .

Copyright Larawbar 2007-2024