مولانافضل رحمان د امریکې خارجه وزير له مرستيال سره وکتل
U. S. Assistant Secretary of State Richard Boucher, left, shakes hands with anti-U. S. and pro-Taliban cleric Fazl ur Rehman in Islamabad, Pakistan, Friday, March. 28, 2008
دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي چى امريكا ومنله چى دزور څخه كار اخستل هيڅ كله ښې پايلې نه لري دپاكستان نوي حكومت به زړي تګلاري عملي نكړي په اسلام اّباد كښې دامريكا دبهرنيوچارو دمرستيال رچرډ باوچر سره سره دملاقات وروسته مطبوعاتي كنفرانس ته دوينا پرمهال مولاناف ضل الرحمان زياته كړه چي په افغانستان كښې لګيدلي او ر پاكستان تراغيز لاندې راوستي دى دپاكستان نوي حكومت به دترهګرۍ د سياسي حل لاره ولټوي پدغه وخت رچرډ باوچر دمولانا فضل الرحمان سره ملاقات ګټور وباله ديوې پوښتني په ځواب كښې مولانا فضل الرحمان وويل چي افغانستان كښې دي له طالبانو سره خبري اتري وشي خو چي كله له ده څخه پوښتنه وشوه چى ايا ته به دطالبانو او افغان دولت ترمنځ په خبرو اترو كښې كوم كردار ادا كړي نو مولانا وويل چي اوس وخت تير شويدی امريكا يان اوس پدغه خبره پوه شويدي چي دترهګرۍ مسئله حل كولو لپاره به اوس له سياسي لارو چارو څخه هم كار اخلو .
اولس مولانا فضل الرحمن او امريکايي لوړ رتبه چارواکي په دې تورنوي چي دواړې خواوي د خپل ګټو په خاطر خپل ولس د جګړې لمبو ته ور ټېل وهي او خپله يو بل ته لاسونه ورکوي .