په بلجيم کي د ارواښاد عزيزالله باوري فاتحه واخستل سوه
په خواشيني سره مو خبره ترلاسه کړ چي د کابل پوهنتون د لرغونپوهني د څانګي استاد پوهنوال رسول باوري کشر ورور عزيز الله باوري چي د روزګان ولايت په دِهراوت ولسوالي کي اوسېدئ ، تېره ورځ د ۲۰۱۲ د جنوري پر ۱۸ نېټه په خپل کور کي په ناڅاپي توګه په حق ورسېدئ .
الحاج باوري د روزګان د دهراوت ولسوالۍ څخه دخپل ځوانيمرګ ورور په اړه لراوبرته په يوه ليکلي پيغام کي داسي وايي :
د ژوند د ډېرو ناخوالو ، لوړو او ژورو څخه بريالئ راووت . مستعد او روښنفکره ځوان و . د زده کړي پر وخت داخلي او تنظيمي جګړو د هيواد پرېښېدو ته مجبور کړ، په ۲۰۰۱ کال يې بيا زده کړو ته مخه کړه ،په ۲۰۰۶ کال د ښه استعداد له کبله په کابل کي د انګليسي ژبي د زده کړي په يوه تعليمی موسسه کي مقرر سو .
حاجي امين باوري د خپل ورور په اړه لراوبر ته وويل (( جنګ،جنګي ماحول اومعاشره زما د ورور قاتلان دي))
د لراوبر ويبپاڼي مشرتابه د دغي علمي او فرهنګي کورنۍ سره په دې غم کي ځان شريک بولي. په خاص ډول په کابل کي د سلام فرهنګي ټولني د مشر الحاج محمد جان باوري ، د کابل پوهنتون استاد پوهنوال رسول باوري ، په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشر حاجي امين جان باوري او په هالنډ کي ډاکټر شفيق باوري او ددوی د کورنئ ټولو غړو ته ددوی د ارواښاد عزيز الله باوري د ناڅاپي مړيني له امله د تسليت مراتب وړاندي کوو .
موږ به د خپلو محدودو امکاناتو په لرولو سره هڅه وکړو چي د هيواد ددغي علمي او فرهنګي کورنۍ سره په دې غم کي په معنوي توګه ګام پر ګام ملګري اوسو . لراوبر ويبپاڼه به دارواښاد عزيزالله باوري د جنازې او فاتحې مراسم تعقيبوي او خپل لوستونکو ته به يې مراسمو په اړه تازه مالومات وړاندي کوي .
ارواښاد ته د لوی خدای جل جلاله په دربار کي د مغفرت دعا او د کورنۍ ټولو غړو ته يې له څښتن تعالی څخه د جميل صبر غوښتونکي يو .
په روزګان کي د فاتحې مراسم پر ځای سول :
د نارینو فاتحه د جنوري پر اتلسمه ،نولسمه او بل شلمه نېټه د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ په جامع جومات کي او د ښځو فاتحه د ارواښاد په کور کي واخستل سوه ، په دې مراسمو کي د روزګان د مرکز ، ولسواليو او يو شمېر نورو ولايتونو څخه د ارواښاد د کورنۍ غړو ، دوستانو او خواخوږو برخه اخستې وه .
په کندهار کي د فاتحې مراسم پر ځای سول :
د ارواښادعزيز الله باوري د فاتحې مراسم د جنوري پر ۲۵مه نېټه د چارشنبې ورځ د سهار له ۸ بجو د ماپښين تر يوې بجې پوري د کندهار د لو والې د سيمي په البلال مسجد جامع کي او د ښځو فاتحه ددوی په کور کي کي ترسره سول . له کندهاره د لراوبر ويبپاڼي خبريال په وينا په دې مراسمو کي د ارواښاد د کورنۍ غړو او دوستانو تر څنګ د سيمي يو شمېر علمي او فرهنګي شخصيتونو ، مشرانو او سپين ږيرو هم برخه اخستې وه .
پوهنوال رسول باوري له کندهاره د لراوبر ويبپاڼي سره په ټيلفوني اړيکه کي له ټولو هغو همکارانو ، دوستانو ، علمي او فرهنګي کړيو څخه مننه وکړه چي له بېلابېلو لارو يې ددوی له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او د تسليت پيغامونه يې ور لېږلي دي .
الحاج محمد امين باوري لراوبر ته وويل چي په روزګان او کندهار کي زيات شمېر اديبانو ، فرهنګيانو او مخورو شخصيتونو ددوی سره ددوی د ارواښاد ورور د وير پر ټغر کښېنستل او خپله غمشريکي يې څرګنده کړه . نوموړي د خپلي کورنۍ په استازيتوب له دغو ټولو څخه د خوښۍ په څرګندوني سره مننه وکړه .
په کابل کي د فاتحې مراسم پر ځای سول:
د ارواښاد عزيزالله باوري فاتحه نن د دلوې د مياشتي په نهمه نيټه د يکشنبې ورځ د يوې نيمي څخه تر درې نيمو بجو پوري د کابل د څلورمي کارتې د شير شاه سوري په جامع جومات کي او د ښځو فاتحه د همدې جومات د ښځينه فاتحو په سالون کي واخستل سول ، د باوري کورنۍ په استازيتوب ښاغلي الحاج امين باوري لراوبر ته وويل چي په فاتحې په نننيو مراسمو کي د افغانستان په کچه يو شمېر پوهانو ، عالمانو ، چارواکو او په خاص ډول د کلتوري ټولنو د ګډي جرګې غړو ، علومو اکاډمۍ غړو، کابل پوهنتون استادانو او محصلينو او يو شمېر نورو مخورو شخصيتونو او ځوانانو د ارواښادعزيزالله باوري روح ته ددعا په مراسمو کي برخه واخيسته او له په دې ډول يې له دوی سره خپله غمشريکي څرګنده کړه .
کابل ۲ فبروري :
نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کي يو شمېر علمي او فرهنګي شخصيتونو ، د کلتوري ټولنو استازو او د ځوانانو د ارواښاد عزيزالله باوري پاک روح ته د دعا ، قرآن عظيم الشان د ختم او خيرات په مراسمو کي برخه واخسته .
د ارواښاد حاجي امين باوري وويل : زيات شمېر دوستانو زحمت کښلئ و ، د نن په مراسمو کي يې برخه اخستې وه ، دوی او ټولو هغو دوستانو چي ټيلفون يا انټرنټ له لاري يې زموږ سره يې غمشريکي کړېده پر موږ دغم دغه پېټی سپک کړ ،زه د خپلو ټولو وروڼو او کورنۍ په استازيتوب ټولو ته کورودانئ وايم. دوی دي خدای له غمونو وساتي .
په بلجيم کي د افغان کلتوري مشر حاجي امين باوري چي د ارواښاد عزيزالله باوري د مرګ غمجن خبر په اوريدلو سره افغانستان ته ستون سوئ و د فبروري پر ۷ نېټه بيرته بلجيم رسيږي ، د يادولو وړ ده چي د فبروري پر ۱۱ نېټه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي د ارواښاد عزيزالله باوري پاک روح ته ددعا او قرآن کريم د ختم مراسم پر ځای کيږي . جزيات يې په لاندي خبرتيا کي ولولئ .
د پوهني وزارت د کمپيوتر تکنالوژي د انستيتوت مشر او د سلام فرهنګي ټولني مسول ,الحاج محمد جان باوري ، د کابل پوهنتون استاد پوهندوی محمد رسول باوري ، ملي تاجر حاجي عبدالقيوم باوري ، په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشر حاجي امين باوري ، د دهراوت د نوي ښار د ليسې ښونکی عبدالغني باوري ، داکتر امان الله باوري ، دا کتر حبيب الله باوري او د هالند په نايميخين روغتون کي داکتر شفيق الله باوري وروڼه .
په هالند کي داکتر نجيب الله باوري او فارمسيست عتيق الله باوري ، په بلجيم کي داکتر حميدالله باوري ، ميرويس باوري او وحيدالله باوري ، بريالی باوري،عنايت الله باوري او داکتر اشرف باوري، وريرونه .
په روزګان کي د سيدالخان لېسې ښوونکی عبدالرسول کليوال ، د روز ګان د پوليسواکادمی قوماندان الحاج دل آقا ، په ترين کوټ کي د کابل بانک کارکونکی حاجي عبدالجبار وطنوال ، د پوليسو پخوانی افسر عبدالشکور نورزی ، په کندهار کي ملي تاجران ، عبدالنافع او محمد نادر جان اوصراف جانان , اخښيان .
حاجي محمد نصير نورزی ، داکتر هاشم رسولي، اتل، اجمل ، قدرت الله او نقيب الله د ملي پوځ افسران، عزت الله کليوال او امين الله کليوال د خوشالخان لېسې زدکونکي ، عصمت الله اوداکتر عبدالغفار د خویندو زامن .
بلجيم : فبروري ۱۱
سلګونو افغانانو د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي د ابوعلي سينا په مسجدجامع کي د مرحوم عزيز الله باوري پاک روح ته ددعا او په دقرآن عظيم الشان د ختم او خيرات په مراسمو کي برخه واخيسته .د قرآن کريم د ختم او دعا په دې مراسمو کي د بلجيم مېشتو افغانانو تر څنګ داروپايي اتحاديې هيوادونو او انګلستان څخه د يو شمېر ښارونو څخه افغانانو ګډون کړئ و .
د قرآن عظيم الشان تر ختم او دعا وروسته حاجي امين باوري باوري د خپلو لنډو خبرو په ترڅ کي د ټولو هغو افغانانو څخه مننه وکړه چي له دوی سره يې غمشريکي وکړه ، دغه ډول ټولو حاضرینو د ښاغلي افضل ټکور د ارواښاد ورور پاک روح ته هم ددعا لاسونه پورته کړه .ددغومراسمو ځيني برخي په دې ويډيو کي وګورئ .
د ارواښاد عزيزالله باوري په جنازه او فاتحو کي د ټولو برخه اخستونکو څخه د منني په توګه د باوري کورنۍ لخوا دغه پيغام ترلاسه سوی دی :
ستاسوټولودوستانوئې کورودان
تاسو ټولوته دې لوي څښتن په دين اودنياکښي ستراجرونه درکړي
تاسو دوستانودروان ز کال دجنوري دمياشتي پر ۱۷ مه ډيرخواشينونکی خبر ترلاسه کړچي د پوهني وزارت د کمپيوترتکنالوژي د انستيتوت مشر اوسلام فرهنګي ټولني مسول ,الحاج محمد جان باوري کشر ورورعزيز الله باوري چي د روزګان ولايت د دِهراوت په ولسوالي کي اوسېده، په خپل کورکي د ورپیښي ناروغۍ له امله په ناڅاپي توګه په حق ورسېد . اناالله وانا الیه راجعون
ددې خبر په اوريدو سره په افغانستان اوبهرنيو هيوادونوکښي ددې کورنۍ ټول دوستان اوملگري دعزيز الله باوري په ناڅاپي مرگ غمجن سول .
دباوري کورنۍ ته ، په سلهاودوستانو يوپه بل پسې دافغانستان دمختليفو ولايتونو،امريکا متحده ایالاتو، بلجيم ،جرمنی، سويډن،هالنډ، انگلستان ،کاناډا،استرالیا،اوکراین اونوروسيمونه دډاډگېرني اوخواشينۍ څرگندولوتليفونه اوپيغامونه رارسېدلې دي .
دمرحوم عزيزالله جان ناڅاپي مړينه اودهغه ځوانه کورودانه اوپنځه ماشومان پاته کېدل ددې کورنۍ دهرغړي اودوست لپاره دردونکې پېښه ده . داچي موږ دخداي بنده گان اوپيدایو همدا لوي څښتن ژوندهم رانه اخلي ،دادتقديرخبره ده اوتقديرته بايد غاړه کښېښودل سي .
داچي ددې کورنۍ سره پدې ورپېښ غم کښي له دهراوت ، روزګان،کندهار ،کابل اوبلجيم پوري زيات شمير هيوادوالو،اديبانو ، فرهنګيانواو مخورو شخصيتونو ددوی سره ددوی د ارواښاد ورور د وير پر ټغرکښېنستل اوخپله غمشريکي يې څرګنده کړه ددې کورنۍ سره ورپېښ غم نيم کړ .
مرحوم عزيزالله باوري د ژوندد ډېروناخوالو، لوړواو ژورو څخه بريالئ راووت . مستعد او روښنفکره ځوان و .
دزده کړي پر وخت داخلي او تنظيمي جګړودهيواد پرېښېدو ته مجبورکړ، په ۲۰۰۱ کال يې بيا زده کړو ته مخه کړه،په ۲۰۰۶ کال د ښه استعداد له کبله په کابل کي د انګليسي ژبي د زده کړي په يوه تعليمی موسسه کي د ښوونکي په توګه مقررسو .
زموږ دهيوادناخوالي دومره پېچلې اوتاريکي دي چي پېچلتيائي عزيزالله جان تر دهراوت ولسوالی پوري ورساوه .هغه غوښتل دخپل پلار مېنه وساتي اوددې کورنی نغری هلته هم دپلاردژوندپه دودگرم وساتل سي ،لکه چي پلار یې مرحوم اخترمحمد خان دخپل ولس چوپړکاوه ده هم غوښتل په خپله ولسوالی کښي ددي زورېدلي ولس په چوپړ کي ووسي .
د ویر او خواشنۍ ځای دۍ چي په ټول هيوادکي دجگړې اوربل ، هرې خواسيالئ اودښمنۍ په درب رواني دي .
پوهي او ځیرکتوب د ژور خفګان کندي ته وغورځاوه ،له هری ناخوالي سره دردیدۍ ، له هر مصیبت څخه یې سل سل پوښتني درلودی ، چي عزيزالله جان ئي دليدواولمس حوصله له لاسه ورکړه .
دحاجي امين باوري خبره (جنګ،جنګي ماحول اومعاشره زما د ورور قاتلان دي )
موږدټولوهغو دولتي ادارو،ملي اوفرهنگی شخصيتونو،دپوهنتون اونوروعلمي موسسو استادانو،فرهنگی ټولنواودرنو هيوادوالونه چي په دهراوت کښي یې د جنازې او فاتحی ،کندهار،کابل کښي یې دمرحوم دفاتحې په مراسموکي گډون درلود ، اوله هغودرنو دوستانوڅخه چې په بلجيم کي ئي دفاتحې په مراسموکي دگډون لپاره له انگلستان ،جرمني ،هالنډ ،سويډن ، ډنمارک ، اطریش ، فرانسی او سویس هيوادونو څخه تشريف راوړئ وودزړه له کومې مننه کوو.
اړينه ئې بولودټولوهغوفرهنگي ټولنو،علمي اومنلو شخصيتونواوزموږ دکورنۍ له دوستانواوخواخوږوڅخه چې موږ ته یې پيغامونه راليږلي ،له هغوټولوافغاني بریښنا پاڼوڅخه چي ددې سترويرسره دهم ږغۍ په موخه ئې زموږ دکورنۍ سره زموږ ددوستانو دخواخوږ ۍ ږغ ترټولوپوري رسولی دی دوطني مينې په څرگندولوسره ټولوته دلوي څښتن له دربارنه دستراجر غوښتنه کوو.
همدا شان دبلجيم دبروکسل په ښارکي له هغو افغانونانواوددوۍ له کورنيونه دزړه له کومې مننه کوو،کوم چي زموږ سره ئي پدې لوي غم اوناورين کښي برخه واخستل اوموږ ئي يوازي پرې نه ښودلو .
دباوري کورنۍ ددغوټولودوستانو څخه يوځل بيادمننې په څرگندولوسره دلوي څښتن له دربارنه دوی ،ددوی دکورنيو ټولوغړواودوستانواوټولوافغانانو ته ارام اوبسياژوندغواړي .
درب العالمين دربارته لاسونه لپه کوو چي په دې غم لړلې هيوادکي سوله اوثبات راسی اونوردداسي غمجن پيغام اورېدل دچادکوردروازه ور ونه ټکوي .
زموږ پشان په غم دې خداي بله کورنۍ نه غمجنه وي. .
آمين يارب العالمين
ستاسوئي کورودان چي زموږسره موپدې وير ځانونه ویرجن او غم راسره شریک کړ .