د کابل ولایت په توقیف خانه کې د بندیانو ستونزې وڅیړل شوې.

رحيم ګل څاروان | جنوري 25th, 2012


د کابل والي احمدالله علیزي په مشرۍ ددې ولایت د استناف محاکمو رئیس الحاج صدیق الله حقیق، استناف څارنوالی رئیس سیدشریف اغا، د ۱۰۱ اسمائي زون امنیتي معین مل پاسوال محمد داود امین، د ولایتي شورا رئیس الحاج نثارالدین بریالي، د محاکمو د تحریراتو رئیس محمدنسیم کشاف او یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو د کابل ولایت په توقیف خانه کې د بندیانو ستونزې له نژدې وڅیړلې.

کابل والي احمدالله علیزي وویل چې د کابل ولایت د عدلي او قضايي ارګانونو د ګډې غونډې د پریکړې له مخې نن د کابل ولایت عدلي او قضایي ارګانونو مسولین په توقیف خانه کې د بندیانو د ستونزو د څیړلو او د دوې دسیو ته په خپل وخت د رسیدو په موخه راغلې ترڅو د بندیانو څخه ددوې ستونزې واوري او د قانون په رڼا کې حل شي، کابل والي هیله وښوده چې د کابل ولایت په عدلي او قضایي ارګانونو کې د ښې همغږۍ له امله به وکولای شي چې د بندیانو ستونزې او دوسیې په خپل وخت حل کړي.

د کابل ولایت د استناف محاکمو رئیس الحاج صدیق الله حقیق له توقیف خانې څخه د لیدنې موخه د بندیانو د ستونزو اوریدل وباله او ژمنه یې وکړه چې په کابل توقیف خانه کې به د ټولو بندیانو دوسیو ته د عدالت په رڼا کې رسیده ګي کیږي او محاکم به خپل ایماني او وجداني مسولیت په پوره صداقت سره ادا کوي، ښاغلې حقیق له متهمینو څخه غوښته وکړه چې د هغو کسانو په اړه دې محاکمو ته معلومات ورکړي چې په غیرقانوني توګه ددوې پر وړاندې ستونزې پیداکوي او زیاته یې کړه چې د کابل ولایت په محاکمو کې د دوسیو د شمیر د زیاتوالې له امله دسیو ته په خپل وخت او زمان رسیده ګي نه کیږي ځکه مونږ باید عدالت تامین او د حق پر بنیاد فیصله وکړو.

د کابل د ولایتي شورا رئیس الحاج نثارالدین بریالي د کابل والي او ورسره مل پلاوې څخه مننه وکړه چې د بندیانو د ستونزو د څیړلو په موخه د کابل له توقیف خانې څخه یې لیدنه وکړه.

د یاده ولو وړه ده چې دا لومړی ځل دی چې د کابل ولایت عدلې او قضایي ارګانونو مسولین د کابل والي په مشرۍ په ګډه ددې ولایت د بندیانو ستونزې
اوري او د حل لپاره به یې قانوني لارې چارې لټوي.

په پای کې د کابل والي لخوا د ولایت د مقام مرسته، چې د بندیانو د خوراک لپاره غوښه وه، د توقیف خانې مسولینو په واک کې ورکړل شوه.

Copyright Larawbar 2007-2024