کور / تازه خبرونه / دافغان مهاجرينو دمشورتي شورا ټاکڼې وشوې

دافغان مهاجرينو دمشورتي شورا ټاکڼې وشوې

پېښور:په پاکستان کې دافغان مهاجرينو مشورتى شورا غونډه دمعلم ولايت خان پۀ مشرۍ وشوه چې په کې ملک نياز محمد اؤيوشمير نورو مشرانو برخه واخسته په دې مهال دشورا نوى ټول ټاکنې وشوې چې دهغوترمينځ پۀ افغانستان کې شورا مسئول مشر يعقوب خان شينوارى وټاکل شو او په پاکستان کې سليم ولايت خان دشورامشر، ملک نياز داړيکو مسئول، احسان غني مرستيال، محمد اشرف بوستان د اجرايي کميټۍ غړى ملک غفار دمالياتو مسئول، سيد سيف الرحمان هاشمى د دارالانشا مسئول ، جان اغا زيار وياند او عبدالملک کامه وال دځوانانو دچارو مسئول وټاکل شول غوندې ته پخپله وينا کې معلم ولايت خان وويل چې دشورا هلې ځلې دڅه په مجبورۍ له ا مله لنډمهاله ځنډيدلى وې خو اوس به هره مياشت غونډه کوي دۀ وويل چې افغانستان اؤ پاکستان کښې به دشورا هيتونه دافغان کډوالو په ستونزو د لوړ رتبه چارواکو سره ليدنې کوى او د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو کې په مرستې کوى په پاى کې د پاکستان له دولت څخه غوښتنه وشوه چې دسويلې سيمو افغانانو دپاره دې دکوهاټ دټنل لاره پرانستل شي ځکه چې د افغانانو په ټنل تګ بنديز سره له سختو مشکلاتو سره مخ دي.