کور / تازه خبرونه / د جنوبي وزیرستان کډوال له یخه مړه شول

د جنوبي وزیرستان کډوال له یخه مړه شول

ټانگ: د خېبر پښتونخواه په ټانک ضلعه کې د سختې يخنۍ له کبله د مسود کډوالو په یوه پنډغالي (کېمپ) کې درې تنه مړه شويدي، او پکې دوه ښځې فالج وهلې دي. د جنوبي وزيرستان مرستيال پولېټېکل ايجنټ نواب خان ساپي هم د دې خبرې پخلی کړی دی. په دغه پنډغالي کې نژدې ۲۵۰۰۰ کډوال میشت دي چې ډېری یې د جنوبي وزیرستان څخه وراکډه شوي دي.ویل کېږی دوی په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو له لاسه بې کوره شوي دي.په دوی کې یې ډېرو په خپلو کلیو کې پاخه کوورنه له لاسه ورکړي او اوس یې ماشومان په کیږدیو کې د ساړه ژمي او تودې ګرمۍ ژوند تېروي.ددغه کډوالو ماشومان او ښځې له بیلا بیلو ناروغیو سره مخامخ دي.