د زابل ژورناليستان له چارواکو سرټکوي
د زابل په ولایت کې د بیلابیلو رسنیو خبریالان وايي چې د کار پر وړاندی یې د بیلابیلو کړیو له خوا ستونزي جوړیږي .
دوي چې په روانه اونۍ کې یې د کلات د مخکنیي ښاروال په اړه د یو خبر له خپرولو وروسته د چارواکو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي او ګواښونه ورته کړی دي.
پدې ولایت کې د اریانا ټلویزیون خبریال بشیراحمد فیضان لراوبر ته وویل چې یو شمېر دولتي چارواکو خبریالانو ته ګواښ کړی چې څارنوالۍ ته به یې ور وپيژني.
دده په خبره چې د کلات د مخکیني ښاروال او ددې ولایت د اوسیدونکو تر منځ د لانجې په اړه د خبریالانو له لوري داسي خبر خپور شو چې ټول ژورنالستیکي اصول او معیارونه پکې په نظر کې نیول شوي و. خو له خپریدو سمدستي وروسته یې د ځینو چارواکو په ګډون د یو شمیر کړیو غبرګونونه را وپارول.
د ازادۍ غږ راډیو خبریال نجیب الله هم وايي چې که د بیان د ازادۍ پر وړاندي همداسي خنډونه موجود وي نو پدې ولایت کې مېشت ټول خبریالان به له دندو څخه استعفا کولو ته اړ شي.
بل خوا په زابل کی دوالی ویاند شریف الله ناصری لراوبرته په یوه ټلیفونی اړیکه کی وویل چی دوی دا مسولیت لری چي دخبریالانوپه ګډون دهروګړی امنیت وساتی
ناصری زیاته کړه هیڅ چاته به داجازه ورنه کړی چه ژورنالستان وګواښی اودهغوچارواکوپه لټه کی دی چی ژورنالستان یی ګواښلی دی
ده وویل چی ژورنالستان ځنی شخصی مسایل په نظرکی نسی خوبیاهم ولایتی چارواکی دبیان ازادی ته پوره درناوی لری
دیادونی وړده چی په روان کال کی په زابل کی دپژواک خبری اژانس خبریال دوه ځله دیوخبردخپریدوله امله زندانی شوی اولایی لانجه تراوسه پوری پای ته ندی رسیدلې .