غور: د شري ناروغي ٤١ کوچنيان وژلي دي

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جنوري 31st, 2012


د غور ولايتي مقامات وايي په ولايت کي يې د شري ناروغي خپره سوې ده، چي له امله يې ٤١کوچنيانو ژوند له لاسه ورکړى دئ.
ډاکټران وايي د شري ساري ناروغي د درملو په ذريعه د مخنيوي وړ ده، خو په دې ولايت کي د روغتيايي اسانتياوو د نستوالي له امله په لسګونو کوچنيان مړه سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024