کور / تازه خبرونه / محمد محقق د سولي په خبرو اندېښمن دئ

محمد محقق د سولي په خبرو اندېښمن دئ

د حزب وحدت ډلي مشر محمدمحقق وايي د امريکا او طالبانو له خبرو اندېښمن دئ.
ښاغلي محقق ويلي چي د دوى ډله کلونه له طالبانو سره جنګېدلې، خو اوس د سولي له خبرو څخه ناخبره ساتل سوي دي.
نوموړى چي د افغان حکومت له خوا د سولي د جوړي سوي شورا غړى هم دئ، وايي امريکا او افغان حکومت له طالبانو سره په خبرو کي تلوار کوي، په داسي حال کي چي هيڅ تضمين هم په منځ کي نسته چي هغوى به د القاعدې له ملاتړ څخه لاس اخلي.
بلي خوا ته د سولي د شورا مرستيال مولوي عبدالحکيم مجاهد د آزادۍ راډيو ته ويلي چي د امريکا او طالبانو خبري لا په لومړي پړاو کي دي، خو بايد د دايمي سولي په خاطر د افغانستان په سياست کي مطرح د ټولو اړخونو اعتماد ترلاسه سي.