کور / تازه خبرونه / د افغان پارلمان 12 كسيزه پلاوې پاكستان ته راورسېد

د افغان پارلمان 12 كسيزه پلاوې پاكستان ته راورسېد

اسلام اباد : د افغان پارلمان غړي 12 كسيزه پلاوې د افغان لوې جرګې مشر افضل هادي مسلم يار په مشرۍ پاكستان ته راورسېدل۔پلاوي كښې د افغانستان د سېنېټ سناتور لطيف الله بابا٬سناتور ګل احمد اعظمي او سناتور داراخېل مينګل پشمول 7 سناتورونو نه ځانله نور چارواكي هم شامل دي۔د پاكستان د سېنېټ چيئرمېن فاروق اېچ نائيك په بلنه د 30 جنورۍ نه تر 2 فرورۍ څلور ورځنۍ دورې په مهال د افغان لوې جرګې دا پلاوې به د سېنېټ چيئرمېن فاروق اېچ نائيك سره ملاقات كوي۔ هيله ده چې دا پلاوې به د اولس مشر آصف علي زرداري او وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني سره هم ملاقاتونه وكړي۔ملاقاتونو كښې به د پاك افغان اړيكو په اړه د شريكې خوښې او دوه اړخيزې چارو حل او سيمه ايز امن پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔